ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي

حامدکرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي

author avatar
11 Jan 2022 - 15:00
حامدکرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي
author avatar
11 Jan 2022 - 15:00

کابل(پژواک،۲۱مرغومی ۱۴۰۰): پخواني ولسمشر حامدکرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د ځینو موضوعاتو په اړه ټیلېفوني خبرې کړې دي.

د پخواني ولسمشر مطبوعاتي مسوول یوسف سها د مرغومي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې حامدکرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره تېر ماښام مهال دغه خبرې کړې دي.

سها زیاته کړه چې د دغو خبرو په ترڅ کې د افغانستان له خلکو سره د بشر دوستانه مرستو د تسهیل، له ښوونکو، استادانو او روغتیایي کارکوونکو سره د مرستې او په افغانستان کې د زده کړو په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

سها د دغو خبرو نور جزییات په ډاګه نه کړل.

د نجونو د زده کړو په اړه په داسې حال کې د کرزي او امریکا د ځانګړي استازي ترمنځ خبرې کیږي چې لا هم د هېواد په ځینو سیمو کې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او دولتي پوهنتونونو دروازې تړلې دي، خو چارواکو یې د یوه پلان تر بشپړېدو وروسته د خلاصون ژمنې کړې دي.

د یادونې ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په قطر کې د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ له یوه پلاوي سره هم لیدلي و، چې د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شویو نږدې لس میلیارد ډالرو د ازادېدو، د نجونو د زده کړو او بشرحقونو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې وې.

Views: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.