ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوهستان ولسوالۍ د مرکز لولاش ۲۰ بستريز روغتون تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کوهستان ولسوالۍ د مرکز لولاش ۲۰ بستريز روغتون تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

author avatar
13 Jan 2022 - 16:44
د کوهستان ولسوالۍ د مرکز لولاش ۲۰ بستريز روغتون تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
author avatar
13 Jan 2022 - 16:44

میمنه (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۰): د فاریاب د کوهستان ولسوالۍ د مرکز لولاش د ۲۰ بستریز روغتون د فعالیت د نشتوالي په تړاو د پژواک راپور تر خپرېدو وروسته، یو ځوان حاضر شو، دغه روغتون په خپل شخصي لګښت بیاورغوي، یاد روغتون نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ د مرکز لولاش ۲۰ بستریز روغتون، د تېر حکومت او د دغه حکومت د مخالفینو ترمنځ د جګړو له امله، تخریب او له فعالیته لویدلی و.

پژواک خبري اژانس د روان کال د تلې پر ۲۸ مه د کوهستان ولسوالۍ د خلکو د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو او په دغه ولسوالۍ کې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي په اړه راپور خپور کړ.

د یاد راپور تر خپرېدو وروسته یوه فاریابي ځوان چې نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، په یاد ولایت کې د پژواک له سیمه ییز خبریال قطب الدین کوهي سره اړیکه ټینګه کړه او وویل، د خدای (ج) د رضا او خلکو د ستونزو د حل لپاره غواړي په خپل شخصي لګښت، دغه روغتون ورغوي. هغه د دغه روغتون د ودانۍ د بیارغونې او څار چارې، د پژواک خبریال ته وسپارلې.

د یادونې وړ ده چې د یاد روغتون ودانۍ چې د دې ولسوالۍ، ۱۰۰۰ اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونو برابروي، په ۳۲ ورځو کې په بنسټیز ډول ترمیم او د لمریزې برېښنا ماشین په کې نصب شوې ده. د روغتون د ترمیم او لمریزې برېښنا ماشین د نصب ټولیز لګښت ۱.۴ میلیون افغانۍ ته رسېږي.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس مولوي همت وايي چې د لولاش ۲۰ بستریز روغتون د وضعیت او روغتیايي خدمتونو د نشتوالي په تړاو د پژواک راپور تر خپرېدو وروسته یو فاریابی ځوان حاضر شو چې یاد روغتون د ۱۴۰۰زره افغانۍ په لګښت په اساسي ډول ترمیم او فعال کړي.

نوموړي زیاته کړه، د روغتون له ترمیم سره هم مهاله د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست یوه امبولانس موټر، د جراح ډاکترانو ډله، درمل او د ۵۰۰زره افغانۍ په ارزښت طبي تجهیزات یاد روغتون ته ولېږل.

هغه د فاریابي ځوان له احساس څخه مننه وکړه او وویل: ((له شک پرته د لولاش ۲۰ بستریز روغتون د بیارغونې او فعالېدو برخه کې د پژواک رسنۍ رول مهم دی، چې نن د روغتیايي خدمتونو برخه کې د کوهستان ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې حل شوې.))

د لولاش روغتون امر ډاکتر غلام رسول سنګر وايي چې په تېرو شپږو کلونو کې د تېر حکومت او اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ د جګړو له امله د کوهستان د ۲۰ بستریز روغتون ودانۍ چې جامع روغتیايي مرکز نومېده، تخریب او غیر فعال شوی و، روغتیایي کارکوونکو یې په خټینو خونو کې د سختو ستونزو په ګاللو فعالیت کاوه.

سنګر زیاته کړه: «لولاش روغتون اړين طبي وسايل، جراح ډاکتر او امبولانس نه درلودل؛ که څوک د اپنډېکس یا بلې ستونزې سره مخ کېدل، نو جراحي عملیات ته یې اړتیا درلوده، نو دوی اړ وو چې په ژمي کې د اس او مرکب په وسیله میمنې ښار ته ولېږدول شي، ډېری مهال به په واورو کې بند پاتې او مړه کېدل او یا به مجبو وو بېرته به راګرځېدل او ژوند به یې له لاسه ورکاوه.»

هغه وويل، له هغه وروسته چې د لولاش د روغتيايي خدمتونو د نشتوالي ستونزې د پژواک له لارې منعکس شوې، يو ځوان پیدا شو چې د روغتون د بیارغولو لپاره شخصي پیسې ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې د فارياب د عامې روغتيا رياست د رهبرۍ، له بيارغونې وروسته يې د روغتون تشې ډکې کړې، جراح ډاکتر، درمل، طبي وسايل او يو امبولانس يې ورلېږلى، چې اوس یې د روغتون د احاطې له دېوال پرته په بشپړ ډول د روغتيايي خدمتونو ستونزه هواره کړې ده.

د کوهستان يوه مخور حاجي عبدالفغور وويل چې روغتون په جګړو کې ويجاړ شوى و، روغتيايي اسانتياوې نه وې؛ ډاکټرانو په تیاره خونو کې ناروغان د موبایل د فلش رڼا ته معاینه کول؛ د لس زره افغانیو په لګولو او اس او موټر په کرایه کولو سره یې نه شوای کولای یو عاجل ناروغ ‎د میمنې ښار تر روغتونه ورسوي، چې دغه لویه ستونزه د خبریالانو په همکارۍ او د میمنې ښار د یوه ځوان په مالي مرسته هواره او د خلکو اندېښنه پای ته ورسېده.

د کوهستان ولسوالي، د فارياب ولايت له مرکز ميمنې ښاره سل کيلومتره واټن کې پرته ده؛ له سویل لوري د غور ولایت، له لویدیځ لوري د بادغیس او له ختیځ لوري له سرپل ولایت سره ګډه پوله لري.

د دې ولسوالۍ له جوړېدو پنځوس کاله تېرېږي؛ خو لا هم د موټرو مواصلاتي لار نه لري؛ د واورو اورېدو له امله په کال کې شپږ میاشتې له مرکز سره د دغه ولایت مواصلاتي لاړ تړلي وي. هر کال ډېری ناروغان او ټپیان چې میمنې ښار ته په اسونو او خرو وړل کېږي، په واورو کې بند پاتې او ژوند له لاسه ورکوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.