ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر اوسېدونکي د مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ شکایت کوي

د لوګر اوسېدونکي د مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ شکایت کوي

author avatar
15 Jan 2022 - 16:46
د لوګر اوسېدونکي د مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ شکایت کوي
author avatar
15 Jan 2022 - 16:46

پل علم (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۰): د لوګر ګڼ اوسېدونکي د مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ شکایت کوي او وايي، په داسې حال کې چې غربت او بې وزلۍ خلک سخت ځپلي، مرستې د مستحقو پر ځای نامستحقو ته رسېږي.

خو سیمه ییز چارواکي دا ادعا ناسمه ګڼي او وايي د مرستو په وېش کې روڼتیا یې له لومړیتوبونو ده.

د مرکز پل علم اړوند د پورک سیمې یوه اوسېدونکي محمد صابر پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې وروستیو کې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په لوګر کې هم د مرستو بهیر پیل شوی، خو له بده مرغه دا مرستې مستحقو کورنیو ته نه رسېږي.

هغه ریاته کړه، د مرستو په وېش کې توپیري چلند کېږي، د یوې سیمې اوسېدونکو ته مرستې ورکول کېږي خو د بلې سیمې اوسېدونکي بیا بې برخې ورڅخه پاتې کېږي.

دی وايي: ((د کلي له ملک او مشرانو سره څو ځلې مرستندویه ادارو ته ورغلی یم او د سیمې د ۳۰۰ بې وزلو کورنیو لېست مې ورسره شریک کړی خو یوازې له ۲۰ کورنیو سره مرسته شوې، خو زموږ ګاونډی چې په حکومت کې واسطه لري، د لېست هرې کورنۍ یې نغدي او خوراکي مرسته ترلاسه کړې ده.))

نوموړی غوښتنه کوي چې د مرستو په وېش کې دې یوازې د خلکو غربت او بې وزلي په پام کې و نیول شي نه اړیکې او نور مسایل.

د لوګر د شاغاسي کلا سیمې قومي مشر عبدالرحیم هم ورته شکایت کوي او وايي، د نظام له ړنګېدو وروسته غربت او بې وزلي وروستي حد ته رسېدلې ده، د توکو بیې لوړې دي، حکومت او مرستندویه ټولنې باید د مرستو په وېش کې عدالت او روڼتیا په پام کې ونیسي.

هغه پژواک اژانس ته وویل: ((زموږ په سیمه کې داسې کورنۍ شته چې آن د یوه وخت لپاره خوراکي توکي نه لري، ماشومان یې خوارځواکي شوي خو بیا هم مرسته نه ده ورسره شوې، له بده مرغه د مرستې په وېش کې خوېش خوري او واسطې پالل کېږي.))

دی زیاتوي، د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، کډوالو چارو او سرې میاشتې ریاستونو ته ورغلی، د بې وزلو کورنیو نوملړ یې ورسره شری کړی، هغوی ورته ویلي چې اړیکه ورسره نیسي خو بیا یې هیڅ احوال نه دی ورکړی.

د محمد آغې ولسوالۍ د دهنو سیمې اوسېدونکی ۵۵ کلن ویس محمد وايي، مرستې مستحقو کسانو ته نه ورکول کېږي، بلکې د جګړې د قربانیانو په نوم طالبانو ته ورکول کېږي.

دی زیاتوي: ((زه دا نه وایم چې طالبانو ته دې مرستې نه ورکول کېږي، هغوی ته دې هم ورکړل شي خو هغه کورنۍ دې له پامه نه غورځول کېږي چې اړیکې او واسطه نه لري خو د یوه وخت په ډوډۍ پورې حیران دي، د مرستو په وېش کې دې یوازې غربت او بې وزلي په پام کې ونیول شي.))

خو د لوګر د والي ویاند عمر منصور دا نه مني چې ګواکې مرستې دې د اړیکو او واسطې پر بنسټ وېشل کېږي.

نوموړي پژواک ته وویل، له تېرو اتو میاشتې راهیسې د مرستندویه ادارو په همکاري د ولایت تر زرګونو بې وزلو کورنیو پورې مرستې رسول شوې او دا لړۍ روانه ده.

هغه زیاته کړه، دا چې غربت او بې وزلي ډېره ده نو د خلکو شکایتونه به هرو مرو وي خو د مرستو د وېش په چارو کې عدالت او روڼتیا د دوی له لومړیتوبونو ده او ولایتي اداره په مکرره توګه اړوندو ادارو ته په دې اړه سپارښتنه کړې ده.

دی وايي: ((د لوګر والي له مرستندویه ټولنو سره په هر ځل لیدنه کې د مرستو په ډېروالي او روڼتیا ټینګار کړی دی، تازه اوچا ادارې ژمنه کړې چې د دغه ولایت له ۱۲ زرو بې وزلو کورنیو سره مرسته کوي، د ولایتي ادارې هڅه دا ده چې دا مرسته مستحقو کورنیو ته ورسېږي.))

د یادونې ده چې په خپله مرستندویه ادارو هم په وار وار ویلي چې مرستې تر مستحقو کسانو د یوې سروې او میکانیزم له مخې رسوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.