کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰): د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په نیازبېک سيمه کې تر ډزو وروسته د چاودنې غږ اورېدل شوی او تر چاودنې وروسته ډزې درېدلي دي.
یو تن عیني شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې، نیازبېک کې د مکتب کوڅې ته څېرمه لومړی ډزې وشوې او تر هغې وروسته د یوې چاودنې غږ واورېدل شو.
هغه وویل چې د پېښې پر مهال دی او ورسره نور څو تنه په موټر کې وو، خو له چاودنې وروسته دوی موټر په سیمه کې پرېښود او وتښتېدل.
سرچینه زیاتوي چې لږ وروسته ډزې ودرېدې او دوی هم په خپل موټر کې له سیمې ووتل.
دی وایي، چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه موجود وو، خو دوی ته په دې اړه معلومات نه وو، چې پېښه مرګ ژوبلې لري او کنه.
چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 698
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن