کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ١٤٠٠): د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۸ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او دوو کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوید هژیر پژواک ته وویل چې په تېره یوه ورځ او شپه کې د ۹۴۹ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی، چې له دې ډلې د ۸۸ کسانو ټسټ مثبت دی.
هغه زیاته کړه، ۳۱ کسان په ننګرهار، ۲۹ کسان په کابل، ۱۶ کسان په کندها، اووه کسان په میدان وردګ، پنځه کسان په هلمند او یو کس په هرات کې پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
نوموړی وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا اخته ۱۲ کسان بېرته روغ شوي دي.
د ده په خبره، په تېره یوه شپه او ورځ کې دوه کسانو د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي چې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو راهیسې د ۸۳۵زره او ۱۷۸ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی چې له دې ډلې د ۱۵۸زره او ۶۷۷ کسانو ټسټ مثبت ښودل شوی دی.
د ده په خبره، تر اوسه نږدې اته زره کسانو د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې او ۱۴۵زره او ۹۳۵ کسان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن