کابل (پژواک،۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په ایران کې له مېشت افغان کډوالو سره د یو میلیون پونډ مرستې خبر ورکړی دی.
د یاد سازمان په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بریتانیا د همګټو هېوادونو د بهرنیو چارو اداره نړیوال غذایي پروګرام ته اجازه ورکوي څو له افغانستانه کډوالو ته خوراکي توکي برابر او مصرف کړي.
په اعلامیه کې راغلي، یادې مرستې په یوه مناسب وخت کې شوې دي او ښایي له هغو ۳۱ زره افغان کډوالو د ملاتړ لپاره چې د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې اوسېږي مصرف شي.
په ایران کې د خوړو نړیوال پروګرام استازې نګار ګرامي ویلي :« موږ د بریتانیا د همګټو هېوادونو له بهرنیو چارو ادارې نه د یادو سخاوتمندانه مرستو او په ایران کې له پروژو د دوی د ملاتړ په پار مننه کوو.»
نوموړې زیاته کړه چې په افغانستان کې د ژمي سختې میاشتې، بېکارۍ او د توکو د بیو لوړوالي د ناورین کچه ډېره لوړه کړې او نږدې ۲۴ میلیون کسان د خوراکي توکو له ستونزې سره مخ دي.
د هغې په خبره، ډېره مهمه ده چې د خوړو نړیوال پروګرام په هر ډول بيړنيو حالاتو کې د پناه غوښتونکو ناڅاپي ورود لپاره ځواب ویلو ته تیار وي.
په ایران کې د بریتانیا سفیر سایمون شرکلیف ویلي، هېواد یې له ایران سره مرسته کوي څو ډېری هغه افغان پناه غوښوونکو ملاتړ وکړي چې له هېواده د وتلو قصد لري.
هغه زیاته کړې:« بریتانیا د افغانستان د سوله ییز او باثباته راتلونکي لپاره د دغه هېواد د خلکو او سیمه ییزو شریکانو تر څنګ قرار لري.»
د مخکني حکومت له سقوط وروسته د هېواد ډېری اوسېدونکي ایران ته تللي دي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن