ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کمال خال بند اوبه خوشې شوې، خو چېرته ځي؟

د کمال خال بند اوبه خوشې شوې، خو چېرته ځي؟

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): ځينې سرچينې وايي چې د کمال خان بند اوبه د ايران پر لور خوشې شوې، خو حکومت او ځينې ځايي سرچينې دغه خبرې ردوي او وايي چې يادې اوبه د نيمروز ولایت د خلکو د اړتيا پوره کولو په موخه خوشې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د کمال خان بند جوړېدو کار چې د نهه ميګاواټه برېښنا د توليد او ۸۰زره هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولو وړتيا لري، د روان لمريز کال په لومړيو کې بشپړ او د وروستيو اورښتونو له امله د ياد بند کاسه له اوبو ډکه شوې ده.

اوس ایراني رسنيو خبر ورکړی چې د ياد بند اوبه تېره ورځ د ايران پر لور خوشې شوې دي.

د افغانستان په چارو کې د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د فارس خبري اژانس افغانستان سایټ ته ويلي: “زه په کمال خان بند کې د ایران اسلامي جمهوريت د اوبو حق خوشي کولو په اړه خپلو ژمنو ته د وفادارۍ لپاره د طالبانو له چارواکو مننه کوم.”

سرچينې پرون ليکلي چې اټکل کېږي چې تر سبا پورې اوبه په سيستان او بلوچستان ولایت کې د ايران پولې ته ورسېږي.

بي بي سي هم نن خبر ورکړی او ليکلي يې دي: “طالبانو د کمال خان بند د ايران پر لور خوشی کړی او د هيرمند اوبه به نن په ايران کې د هامون پر لور روانې شي.”

خو د افغانستان د حکومت څو سرچينو د ايران پر لور د کمال خان بند اوبو خوشې کېدو په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړي او ويلي يې دي چې دغه اوبه د نيمروز د خلکو او بزګرانو د پرله پسې غوښتنو او اړتياوو له مخې د ضرورت په اندازه خوشې شوي دي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وياند مولوي اخترمحمد نصرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه خبرونه چې ګواکې د کمال خان بند اوبه د ايران پر لور خوشې شوې، ناسم دي.

د نوموړي په وينا، د ياد بند اوبه ځکه خوشې شوې چې له يوې خوا د وروستيو اورښتونو له امله د دغه بند کاسه ډکه شوې او له بلې خوا د خلکو او بزګرانو اړتياوې چې ځمکې يې د کمال خان بند تر اوبو لاندې دي، بايد پوره شي.

نصرت زياته کړه: “هغه بزګران چې ځمکې يې د ياد بند تر اوبو لاندې دي څو څو ځلې يې د ولايت مقام او د اوبو رياست ته عريضې کړې وې او هغوی دغه موضوع د اوبو او برېښنا له وزير صاحب سره شريکه کړه او وزير صاحب د بند اوبو د خوشې کولو امر ورکړ څو د خلکو اړتياوې پوره شي.”

د نيمروز ولايت د اوبو لګولو رياست يو کارکوونکی شهاب الدین تیمروزي هم وايي: “د نیمروز ولایت د خلکو او لويانو د پرله پسې غوښتنو له مخې چې څو ځلې يې د ولايت مقام او اوبو لګولو رياست له مسوولینو کړې وې، پرون اوبه د ولايت مقام او اوبو لګولو رياست له خوا د بزګرانو لپاره خوشې شوې چې په لشکري کانال کې بهېږي او د زرنج ښار پر لور روانې دي، اوبه د ايران په خاطر نه دي خوشې شوې، د خلکو د کرنيزو ځمکو لپاره خوشې شوې دي.”

له بلې خوا د نیمروز د اوبو لګولو رياست کې يوه بله باوري سرچينه چې نه غواړي په راپور کې يې نوم ياد شي، د ورته څرګندونو ترڅنګ وويل چې د ياد بند اوبه خوشې شوې، خو لا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نه دي رسېدلې.

يادې شرچينې زياته کړه چې هغوی د خلکو لپاره د مرکزي حکومت له چارواکو د ۲۵ مکعب متره اوبو خوشې کېدو غوښتنه کړې ده، نه د ايران لپاره.

د يادې سرچينې د خبرو پر بنسټ، همدا اوس د خلکو او بزګرانو په همکارۍ د لشکري کانال د ځينو برخو د پاکېدو چارې روانې دي څو اوبه د نيمروز کروندګرو او خلکو ته په اسانۍ سره ورسېږي.

د خلکو ضد او نقیضې څرګندونې

د نيمروز ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دوی څو څو ځلې د ياد ولايت له ځايي چارواکو د خپلو کروندو لپاره د اوبو غوښتنه کړې وه او اوس د بند اوبه د هغوی د غوښتنو پر بنسټ خوشې شوې، خو ځيني وايي چې يادې اوبه د ايران لپاره خوشې شوې دي.

د چهاربرجک ولسوالۍ یو اوسېدونکی شيدجمال وايي: “په نيمروز کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د کمال خان بند کاسه له اوبو ډکه شوې، خو چارواکي د دې پر ځای چې د ياد بند اوبه د ولسوالۍ د کروندګرو پر لور خوشې کړي، د ایران پر لوري يې خوشې کړې او موږ تر اوسه د کمال خان بند له اوبو نه يو برخمن شوي.”

د نيمروز د اوبو لګولو رياست يوه سرچينه وايي چې د چاربرجک ولسوالۍ ځينې برخې د ياد بند تر اوبو لاندې دي.

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي، وايي: “د کمال خان بند اوبه چې د چهاربرجک په سيمه کې موقعيت لري چې له لشکري کانال څخه پيلېږي، که اوبه ډېرې وي د ايران پر لور ځي، او دغه کانال د (شيله پنج) تر سر پورې دوام لري، خو وروستۍ برخې ته نه رسېږي. يعنې د کنګ ولسوالي له درېيو رودونو څخه اوبه اخلي او په ډېر ګمان سره چې د کنګ لپاره يې نه دي خوشې کړې، بلکې د ايران لپاره خوشې شوې.”

خو د نيمروز يوه بل اوسېدونکي عبدالحميد وطندوست وويل: “د نيمروز ټولو عالمانو او لويانو د ياد ولايت له مقامه هيله وکړه چې ژر تر ژره د زرنج ښار او کنګ ولسوالۍ پر لور اوبه خوشې کړي، له همدې امله د نيمروز چارواکي او مشران کمال خان بند ته تللي وو او اوبه يې راخوشې کړې چې تر اوسه د زرنج ښار ته نه دي رسېدلې او دغه اوبه د خلکو او زراعت لپاره دي، نه د ايران لپاره، دا زموږ غوښتنه وه.”

له بلې خوا د لشکري کانال او کنګ ولسوالۍ د کروندګرو په هغه عريضه کې چې د ياد ولايت ځايي ادارې ته ليکل شوې او يوه کاپي يې پژواک ته هم رسېدلې، راغلي: “دوې اوونۍ کېږي چې د کمال خان بند اوبه رسېدلې  خو تر اوسه يې اوبه نه دي خوشې کړې، دا چې د کرکيلې او زراعت وخت ډېر کم پاتې دی، د ولایت له محترم مقام څخه هيله لرو چې د خلکو او کروندو لپاره ژر تر ژره اوبه خوشې کړي، د عالي مقام مهرباني به وي.

له بلې خوا د وړانديز کاپي د زرنج د کوز هلمند سيند فرعي حوزې له خوا د مرغومې په ۲۸مه نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت ته لېږل شوې، پکې راغلي:” د ياد ولايت د مرکز او کنګ ولسوالي کروندګر د خپلو کروندو او زراعت لپاره د لشکري کانال پر لوري د کمال خان بند اوبو د خوشي کېدو غوښتنه کوي، د اوبو بهير په لومړيو کې په يوه ثانيه کې ۲۵مکعب متره اوبو ته اړتيا لېدل کېږي.”

د افغانستان او ايران هوکړه ليک

د راپورونو له مخې، د افغانستان شاهي دولت لومړي وزیر موسی شفیق او د ایران دولت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د ۱۳۵۱ کال د کب په ۲۲مه یو هوکړه لیک چې یوه مقدمه، ۱۲ مادې او دوه پروتوکول لري، لاسلیک کړی و.

د یادې معاهدې د دویمې مادې مطابق په هر عادي یا غیر عادي کال کې د افغانستان له خوا ایران ته یو څه اوبه ورکول کېدې، په متوسط ډول په هره ثانیه کې ۲۲ متره مکعب جریان او یو متوسط جریان اضافي مقدار چې هره ثانیه کې څلور متر مکعب کېږي او د میاشتنیو تقسیماتو متناسب کې د دې معاهدې په درېیمه ماده کې توضیح شوې، د حسن نیت او ورورولۍ پر اساس له افغانستان څخه ایران ته تحویل ورکول کېږي.

Views: 120

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.