ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کمال خال بند اوبه خوشې شوې، خو چېرته ځي؟

د کمال خال بند اوبه خوشې شوې، خو چېرته ځي؟

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): ځينې سرچينې وايي چې د کمال خان بند اوبه د ايران پر لور خوشې شوې، خو حکومت او ځينې ځايي سرچينې دغه خبرې ردوي او وايي چې يادې اوبه د نيمروز ولایت د خلکو د اړتيا پوره کولو په موخه خوشې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د کمال خان بند جوړېدو کار چې د نهه ميګاواټه برېښنا د توليد او ۸۰زره هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولو وړتيا لري، د روان لمريز کال په لومړيو کې بشپړ او د وروستيو اورښتونو له امله د ياد بند کاسه له اوبو ډکه شوې ده.

اوس ایراني رسنيو خبر ورکړی چې د ياد بند اوبه تېره ورځ د ايران پر لور خوشې شوې دي.

د افغانستان په چارو کې د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د فارس خبري اژانس افغانستان سایټ ته ويلي: "زه په کمال خان بند کې د ایران اسلامي جمهوريت د اوبو حق خوشي کولو په اړه خپلو ژمنو ته د وفادارۍ لپاره د طالبانو له چارواکو مننه کوم."

سرچينې پرون ليکلي چې اټکل کېږي چې تر سبا پورې اوبه په سيستان او بلوچستان ولایت کې د ايران پولې ته ورسېږي.

بي بي سي هم نن خبر ورکړی او ليکلي يې دي: "طالبانو د کمال خان بند د ايران پر لور خوشی کړی او د هيرمند اوبه به نن په ايران کې د هامون پر لور روانې شي."

خو د افغانستان د حکومت څو سرچينو د ايران پر لور د کمال خان بند اوبو خوشې کېدو په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړي او ويلي يې دي چې دغه اوبه د نيمروز د خلکو او بزګرانو د پرله پسې غوښتنو او اړتياوو له مخې د ضرورت په اندازه خوشې شوي دي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وياند مولوي اخترمحمد نصرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه خبرونه چې ګواکې د کمال خان بند اوبه د ايران پر لور خوشې شوې، ناسم دي.

د نوموړي په وينا، د ياد بند اوبه ځکه خوشې شوې چې له يوې خوا د وروستيو اورښتونو له امله د دغه بند کاسه ډکه شوې او له بلې خوا د خلکو او بزګرانو اړتياوې چې ځمکې يې د کمال خان بند تر اوبو لاندې دي، بايد پوره شي.

نصرت زياته کړه: "هغه بزګران چې ځمکې يې د ياد بند تر اوبو لاندې دي څو څو ځلې يې د ولايت مقام او د اوبو رياست ته عريضې کړې وې او هغوی دغه موضوع د اوبو او برېښنا له وزير صاحب سره شريکه کړه او وزير صاحب د بند اوبو د خوشې کولو امر ورکړ څو د خلکو اړتياوې پوره شي."

د نيمروز ولايت د اوبو لګولو رياست يو کارکوونکی شهاب الدین تیمروزي هم وايي: "د نیمروز ولایت د خلکو او لويانو د پرله پسې غوښتنو له مخې چې څو ځلې يې د ولايت مقام او اوبو لګولو رياست له مسوولینو کړې وې، پرون اوبه د ولايت مقام او اوبو لګولو رياست له خوا د بزګرانو لپاره خوشې شوې چې په لشکري کانال کې بهېږي او د زرنج ښار پر لور روانې دي، اوبه د ايران په خاطر نه دي خوشې شوې، د خلکو د کرنيزو ځمکو لپاره خوشې شوې دي."

له بلې خوا د نیمروز د اوبو لګولو رياست کې يوه بله باوري سرچينه چې نه غواړي په راپور کې يې نوم ياد شي، د ورته څرګندونو ترڅنګ وويل چې د ياد بند اوبه خوشې شوې، خو لا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نه دي رسېدلې.

يادې شرچينې زياته کړه چې هغوی د خلکو لپاره د مرکزي حکومت له چارواکو د ۲۵ مکعب متره اوبو خوشې کېدو غوښتنه کړې ده، نه د ايران لپاره.

د يادې سرچينې د خبرو پر بنسټ، همدا اوس د خلکو او بزګرانو په همکارۍ د لشکري کانال د ځينو برخو د پاکېدو چارې روانې دي څو اوبه د نيمروز کروندګرو او خلکو ته په اسانۍ سره ورسېږي.

د خلکو ضد او نقیضې څرګندونې

د نيمروز ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دوی څو څو ځلې د ياد ولايت له ځايي چارواکو د خپلو کروندو لپاره د اوبو غوښتنه کړې وه او اوس د بند اوبه د هغوی د غوښتنو پر بنسټ خوشې شوې، خو ځيني وايي چې يادې اوبه د ايران لپاره خوشې شوې دي.

د چهاربرجک ولسوالۍ یو اوسېدونکی شيدجمال وايي: "په نيمروز کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د کمال خان بند کاسه له اوبو ډکه شوې، خو چارواکي د دې پر ځای چې د ياد بند اوبه د ولسوالۍ د کروندګرو پر لور خوشې کړي، د ایران پر لوري يې خوشې کړې او موږ تر اوسه د کمال خان بند له اوبو نه يو برخمن شوي."

د نيمروز د اوبو لګولو رياست يوه سرچينه وايي چې د چاربرجک ولسوالۍ ځينې برخې د ياد بند تر اوبو لاندې دي.

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي، وايي: "د کمال خان بند اوبه چې د چهاربرجک په سيمه کې موقعيت لري چې له لشکري کانال څخه پيلېږي، که اوبه ډېرې وي د ايران پر لور ځي، او دغه کانال د (شيله پنج) تر سر پورې دوام لري، خو وروستۍ برخې ته نه رسېږي. يعنې د کنګ ولسوالي له درېيو رودونو څخه اوبه اخلي او په ډېر ګمان سره چې د کنګ لپاره يې نه دي خوشې کړې، بلکې د ايران لپاره خوشې شوې."

خو د نيمروز يوه بل اوسېدونکي عبدالحميد وطندوست وويل: "د نيمروز ټولو عالمانو او لويانو د ياد ولايت له مقامه هيله وکړه چې ژر تر ژره د زرنج ښار او کنګ ولسوالۍ پر لور اوبه خوشې کړي، له همدې امله د نيمروز چارواکي او مشران کمال خان بند ته تللي وو او اوبه يې راخوشې کړې چې تر اوسه د زرنج ښار ته نه دي رسېدلې او دغه اوبه د خلکو او زراعت لپاره دي، نه د ايران لپاره، دا زموږ غوښتنه وه."

له بلې خوا د لشکري کانال او کنګ ولسوالۍ د کروندګرو په هغه عريضه کې چې د ياد ولايت ځايي ادارې ته ليکل شوې او يوه کاپي يې پژواک ته هم رسېدلې، راغلي: "دوې اوونۍ کېږي چې د کمال خان بند اوبه رسېدلې  خو تر اوسه يې اوبه نه دي خوشې کړې، دا چې د کرکيلې او زراعت وخت ډېر کم پاتې دی، د ولایت له محترم مقام څخه هيله لرو چې د خلکو او کروندو لپاره ژر تر ژره اوبه خوشې کړي، د عالي مقام مهرباني به وي.

له بلې خوا د وړانديز کاپي د زرنج د کوز هلمند سيند فرعي حوزې له خوا د مرغومې په ۲۸مه نېټه د اوبو او انرژۍ وزارت ته لېږل شوې، پکې راغلي:" د ياد ولايت د مرکز او کنګ ولسوالي کروندګر د خپلو کروندو او زراعت لپاره د لشکري کانال پر لوري د کمال خان بند اوبو د خوشي کېدو غوښتنه کوي، د اوبو بهير په لومړيو کې په يوه ثانيه کې ۲۵مکعب متره اوبو ته اړتيا لېدل کېږي."

د افغانستان او ايران هوکړه ليک You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.