جلال اباد (پژواک، ٢ سلواغه ١٤٠٠): حکومتي مسوولين وايي چې د کابل-جلال اباد لويه لار بېرته د ترافيکو پرمخ پرانیستل شوې ده.
د پرله پسې ورښتونو له امله پرون د کابل-جلال اباد لويه لار د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د غر ښویېدنې له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.
خو د لغمان د ترافيکو مدير مولوي حبیب الله وايي چې ياده ستونزه اوس حل شوې ده او مسافرين کولاى شي په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.
هغه وايي: ((ستونزه نن سهار حل شوې او اوس مهال په لار کې هیڅ مشکل نشته دى، خلک کولای شي په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.))
دغه راز د ټولګټو وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مولوي حمیدالله مصباح هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.
د يادونې ده چې ډېرى مهال د کابل-جلال اباد لويه لار د ژمي په موسم کې د غر ښویېدنې له امله تړل کيږي او کله نا کله د غر ښویېدنې له امله خلکو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP