خوست ښار (پژواک، ۳ ليندۍ ۱۴۰۰): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولين وايي چې د خوست ملکي هوايي ډګر د کنټرول او مديريت پرسر له نړيوالو قرارداديانو سره خبرې روانې دي.
دغه څرګندونې د ياد وزارت مرستيال حسيب الله سروش نن د «ليندۍ ۳مه» په خوست هوايي ډګر کې د وارداتي برېښنا د نښلولو په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.
نوموړي وويل چې د خوست ملکي هوايي ډګر به ډېر ژر د هوايي چلند نړيوالو معيارونو مطابق د داخلي او نړيوالو پروازونو پرمخ پرانيستل شي.
هغه وويل له کابل، مزار، هرات او کندهار وروسته د خوست پنځم هوايي ډګر دی چې د کنټرول او مديريت په برخه کې پرې له نړيوالو قرارداديانو سره خبرې روانې او په نږدې راتلونکې کې به مثبتې پايلې ته ورسيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن