منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۳ غ.م
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” د خوست هوايي ډګر د کنټرول او مديريت په اړه له نړيوالو قرارداديانو سره خبرې روانې دي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۰۳ کتنې

خوست ښار (پژواک، ۳ ليندۍ ۱۴۰۰): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولين وايي چې د خوست ملکي هوايي ډګر د کنټرول او مديريت پرسر له نړيوالو قرارداديانو سره خبرې روانې دي.

دغه څرګندونې د ياد وزارت مرستيال حسيب الله سروش نن د «ليندۍ ۳مه» په خوست هوايي ډګر کې د وارداتي برېښنا د نښلولو په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.

نوموړي وويل چې د خوست ملکي هوايي ډګر به ډېر ژر د هوايي چلند نړيوالو معيارونو مطابق د داخلي او نړيوالو پروازونو پرمخ پرانيستل شي.

هغه وويل له کابل، مزار، هرات او کندهار وروسته د خوست پنځم هوايي ډګر دی چې د کنټرول او مديريت په برخه کې پرې له نړيوالو قرارداديانو سره خبرې روانې او په نږدې راتلونکې کې به مثبتې پايلې ته ورسيږي.

ده زياته کړه: ((ټول لازم تدابير چې د الوتکو د ناستې لپاره په دې ميدان کې موجود دي او په همدې حال کې خبرې روانې دي، څو وتوانيږو د خوست هوايي ډګر هم د هغو نړيوالو هوايي ډګرونو په جم کې خپلو نړيوالو قرارداديانو ته ورکړو چې د هوايي چلند نړيوالو معيارونو خدمات وړاندې شي او د داخلي شرکتونو ترڅنګ د ټولو نړيوالو شرکتونو الوتکې هم د خوست په ملکي هوايي ډګر کې ناستې وکړي.))

هغه دغه راز وويل چې خوست هوايي ډګر کې د داخلي او نړيوالو پروازونو د پيلېدو لپاره ټول چمتوالی نيول شوی.

سروش زياته کړه چې د لويې پکتيا په ځانګړې توګه د خوست له مسافرو يې غوښتنه دا ده چې د کابل او نورو هوايي ډګرونو پرځای دې د خوست له هوايي ډګر څخه بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

بل پلو د خوست والي مولوي محمدنبي عمري بيا دغې غونډې ته وويل چې د لومړي ځل لپاره د جنراتوري برېښنا پر ځای د خوست ملکي هوايي ډګر سره درې نيم ميګا واټه وارداتي برېښنا ونښلول شوه.

هغه وويل دغه برېښنا چې د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني په شخصي لګښت د خوست ملکي هوايي ډګر سره د ۲۵ ورځو په لړ کې ونښلول شوه، ټول ټال پرې ۹.۵ ميليونه افغانۍ لګښت شوی دی.

هغه زياتوي: ((د کورنيو چارو سرپرست وزير چې دلته دوه درې وارې راغلی و، موږ ترې هوايي ډګر ته د وارداتي برېښنا د نښلولو غوښتنه کړې، چې الحمد لله ده زموږ غوښتنه ومنله او دا دی د خوست هوايي ډګر اوس د وارداتي برېښنا څښتن دی.))

عمري خپلو خبرو کې زياته کړه چې راتلونکي کال کې به د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست جلغوزي هم د خوست له ملکي هوايي ډګر څخه بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي او په دې کار روان دی.

د خوست ملکي هوايي ډګر چې په پنځو پړاوونو کې يې چارې بشپړې شوې، د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا پرې ټول ټال يو ميليارد او ۸۸۱ ميليونه افغانۍ لګښت شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست