ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتران: په کابل کې د کرونا اومیکرون بڼې نښې لیدل شوې دي

ډاکتران: په کابل کې د کرونا اومیکرون بڼې نښې لیدل شوې دي

author avatar
27 Jan 2022 - 10:07
ډاکتران: په کابل کې د کرونا اومیکرون بڼې نښې لیدل شوې دي
author avatar
27 Jan 2022 - 10:07

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۰): د طبي چارو پوهان او د کرونا درملنې روغتونونو ډاکتران د کرونا د نوې بڼې (اومیکرون) د تشخیص لپاره د کیټونو د نشتوالي خبر ورکوي او وايي، د کابل ښار په ناروغانو کې د دې نوعې نښې لیدل شوې دي.

کرونا ناروغي د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په میاشت کې د چین په اوهان او وروسته د نړۍ نورو هېوادونو ته خپره شوه.

د یادونې ده، له اومیکرون مخکې الفا، بتا، ګاما او دلتا د کرونا اصلي بڼې وې چې په ترتیب سره لومړی ځل په انګلستان، سوېلي افریقا، برازیل او هندوستان کې پېژندل شوې وې.

طبي پوهان وايي، سره له دې چې د کرونا تغییر شوې پنځمې بڼې (اومیکرون) د خپرېدو سرعت د دلتا هغې په پرتله څو برابره ډېر دی خو پر دې ناروغۍ اخته کسان وخیم حالت ته نه ځي او د مړینې شمېر یې هم کم دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مخکني سلاکار ډاکتر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د بڼې تغییر د ویروسونو نورمال خاصیت دی چې له دې ډلې د کرونا پنځمه بڼه (اومیکرون) دی.

نوموړی زیاتوي، د کرونا نوې بڼه (اومیکرون) د مخکې بڼو، په ځانګړې توګه دلتا په پرتله ژر تکثیر او خپرېږي.

هغه وايي، په ناروغ کې د کرونا د ټولو نښو نښانو سربېره د عضلو درد، خستګي او ډېره سستي، د شپې له خوا د بدن خولې کېدل، د پوستکي بخار او بې حالي او د ستوني وچېدل رامنځته کېږي.

هغه ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې د «اومیکرون» خپرېدو ته په اشاره وویل، ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو د تګ راتګ له امله په افغانستان کې د کرونا نوې بڼه هم شته.

شېرزاد زیاته کړه: “خو د تېر په څېر د دغه ویروس د تشخیص لپاره د امکاناتو او فعال سرویلانس نه لرلو له امله موږ دقیقې شمېرې نه لرو چې اومیکرون تثبیت کړي، خو زموږ په هېواد کې اومیکرون شته.”

هغه د اومیکرون مخنیوي ته په اشاره وايي چې په مخکنیو لارښوونو لکه له ماسک څخه استفاده، د لاسونو مینځل او د دوه متره ټولنیز واټن لرل دې مراعات شي.

نوموړي د عامې روغتیا له وزارته وغوښتل چې له نړیوالو همکارانو سره په تفاهم دې د ناروغانو د تشخیص امکانات، اکسېجن، طبي سامان الات او تجهیزات اکمال کړي.

په ورته وخت کې د افغان- جاپان روغتون د بېړنۍ خونې (ICU) موظف ډاکتر نعیم الله وزیري وویل، پر اومیکرون اخته ناروغان وخیم حالت ته نه ځي او د مخکې بڼو په پرتله یې د مړینې کچه هم کمه ده.

نوموړی وايي: “په داخل کې داسې بستر ناروغان لرو چې د اومیکرون نښې په کې شته، خو د تشخیص د امکان نه لرلو له امله یې دقیقې شمېرې نه لرو.”

هغه د اومیکرون د تشخیص امکاناتو نه لرل د اندېښنې وړ وبلل؛ ځکه د ده په باور، د کرونا نوې نوعه (اومیکرون) په سرعت سره خپرېږي.

د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو وړاندې کولو برخې مرستیال عبدالباري عمر په کابل کې یوې خبري ناستې ته په بېلابېلو ولایتونو کې د تشخیص د ۲۶ لابراتوارونو د موجودیت خبر ورکړ.

نوموړي وویل، دغه لابراتوارونه د کرونا د بڼو د تشخیص توان لري، خو د اومیکرون د تشخیصي کیټونو د نه لرلو له امله معلومه نه ده چې څومره کسان پر کرونا اخته دي.

هغه د کرونا د تشخیص او درملنې په برخه کې د کافي امکاناتو نه موجودیت په اړه هم اندېښمن و او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرو شوو شمېرو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر اوسه د ۸۴۰زره کسانو ټسټ ترسره شوی چې له دې ډلې لږ تر لږه د ۱۶۰زره کسانو ټيسټونه مثبت وو او نږدې ۸زره کسانو د کرونا له امله مړه شوي دي.

Views: 171

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.