ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د نيالګيو ایښودلو پسرلنی کمپاين پيل شو

په ننګرهار کې د نيالګيو ایښودلو پسرلنی کمپاين پيل شو

author avatar
2 Feb 2022 - 15:35
په ننګرهار کې د نيالګيو ایښودلو پسرلنی کمپاين پيل شو
author avatar
2 Feb 2022 - 15:35

جلال اباد (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۰): د ننګرهار کرنې رياست له لوري په دغه ولايت کې د (يو نيالګی د ځان لپاره او بل د افغانستان لپاره) تر عنوان لاندې د نيالګيو ایښودلو پسرلنی کمپاين پيل شو.

د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږکال به په ټول ننګرهار کې له پنځو میلیونو څخه ډېر نیالګي په ښار او ولسوالیو کې کېښودل شي.

د ننګرهار د کرنې ریاست مرستيال قاري فضل الرحمن صادق د یاد کمپاین د پیل پر مهال وویل، سږکال به په ټول ننګرهار کې له پنځه میلیون څخه زیات میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي د ښار او ټولو ولسوالیو په عامه ځایونو کې کېښودل شي.

دی زیاتوي: ((ننګرهار کې د کرنې ریاست له لوري یو نیالګی د ځان او بل د افغانستان لپاره په نامه د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو.))

نوموړي دا هم وويل چې اوسمهال کرنې ریاست پنځه ميلیونه، ۱۷۰ زره او ۱۸۶ نيالګي روزلي چې له دولتي ادارو سربېره به هېوادوالو ته د سرسبزۍ په موخه ورکړل شي.

په ورته مهال د ننګرهار د چاپیریال ساتنې ادارې رييس انجنیر فیروز محمدزي هم د یاد کمپاین پر پيلېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د نیالګیو ایښودل به د چاپیریال ساتنې او همدارنګه د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.

بل لور ته ولسي خلک که څه هم د نیالګیو ایښودلو د کمپاین له پيلېدو ملاتړ کوي، خو له مسوولو ادارو د یادو نیالګیو د پالنې او ساتنې غوښتنه هم کوي.

دوی وایي، هرکال د کرنې ریاست او نورو دولتي ادارو له لوري په ښار او ولسوالیو کې میلیونو نیالګي ایښودل کېږي، خو ساتنه یې سمه نه کېږي او له همدې امله له منځه ځي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي انور خان پژواک اژانس ته وويل چې هر کال د کرنې ریاست او نورو دولتي ادارو له لوري د نیالګیو ایښودلو کمپاین پیلیږي، نيالګي کينول کيږي خو پالنه او ساتنه یې بيا سمه نه کیږي.

خو د ننګرهار د کرنې ریاست مرستيال قاري فضل الرحمن صادق وایي، د ټولنې هر فرد مکلف دی چې د یوه نیالګي د ایښودلو ترڅنګ له مسوولینو سره د دغو نیالګیو په ساتنه کې هم پوره مرسته وکړي.

د يادولو ده چې ننګرهار کې هر کال د پسرلي له راتګ وړاندې د نيالګيو د ایښودلو کمپاينونه ترسره کېږي چې د دغه ولايت په ښېرازۍ کې مهم رول لري.

Views: 68

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.