خوست (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۰): د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله ۸ کسان مړه شوي او ۷ ټپيان دي.
دغه پېښه نن له مازديګر مخکې د يادې ولسوالۍ په المرې سيمه کې د خوست- ګردېز پر لويه لار د فلانکوچ موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده پېښه کې ۸ کسان مړه او ۷ نور ژوبل شوي چې په وژل شوو کې څلور سړي، درې ښځې او يوه ماشومه شامل دي.
نوموړي وويل، ټپيان د خوست ملکي روغتون ته وړل شوي چې د ښې درملنې په موخه ورته ټول لازم امکانات برابر شوي دي.
هغه همدا ډول وويل چې ياد موټر له کابله د خوست پر لور روان و چې د ډريور د بې احتياطۍ له امله له سړک اوښتۍ او چپه شوی دی.
بل پلو د خوست ملکي روغتون اداري مدير ريديګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه د ښځو او سړيو په ګډون ۸ جسدونه او ۴ زخميان ور وړل شوي دي.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.
Views: 756
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن