کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰): د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو او اقتصادي کړکېچ وروسته د دغه هېواد له سوېل لوېدیځو پولو تر یو میلیون ډېر کسان ایران ته کډوال شوي او ایران او پاکستان ته د تلونکو افغانانو شمېر څلور برابره ډېر شوی دی.
د څېړونکو د موندنو پر اساس، په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او اقتصادي بحران له امله سلګونه زره کسان له دغه هېواده وتلي دي.
نیویارک ټایمز پرون (د سلواغې ۱۳مه) راپور ورکړی چې د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر بیا د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر وروستیو د افغانستان له سوېل لوېدیځو پولو تر یو میلیون ډېر کسان ایران ته اوښتي دي.
په ورته مهال، څېړونکي د مرستندویه سازمانونو په حواله وايي چې د اټکل له مخې، هره ورځ له ۴ تر ۵زره کسان ایران ته اوړي.
د افغانستان د مهاجرت موضوع په اړه څېړونکی ډیوېډ منسفیلډ وايي، ایران او پاکستان ته د تلونکو کسانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور برابره زیات شوی دی.
د دې څېړنې له مخې، د ډېرو کسانو د کډوالۍ اصلي لامل لوږه او وېره ده؛ نو له همدې امله دوی د خوندیتوب یوازېنۍ لاره ایران ته د تګ لار پیدا کړه.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او له دغه هېواد سره یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن