Pajhwok Afghan News

په میدان وردګو کې يوې خصوصي راډیو خپل فعالیت بند کړ

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۰): میدان وردګو ولايت کې د اقتصادي ستونزو له امله د تجلا په نوم خصوصي راډیو خپل نشراتي فعالیت بند کړ.

دغه راډيو، پر ۱۳۹۱ ل. کال د یاد ولايت په مرکز میدان ښار کې د لومړنۍ خصوصي رسنۍ په توګه په فعالیت پیل کړ، چې د دغه ولایت ترڅنګ د کابل پغمان ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو اوسېدونکو هم ترې سیاسي، اقتصادي، ورزشي او ټولنیزې خپرونې اورېدلې.

د یادې راډيو رئیس نجیب الله حبیبي تېره ورځ میدان ښار کې خبریالانو ته وویل چې دغه راډيو یې د اقتصادي ستونزو له امله تړلې ده.

ده پر حکومت غږ وکړ که یې ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وشي، نو ژر به بېرته خپل فعاليت پيل کړي.

میدان ښار کې د واک ټلویزیون مشر امان الله نصرت د یادې راډیو پر تړل کېدو خواشیني څرګنده کړې او زیاته یې کړه، که د دغه ولایت د رسنیو ستونزو ته رسېدنه ونه شي، پاتې رسنۍ به هم خپل فعالیتونه ودروي.

د یادونې وړ ده چې په ميدان وردګو کې پنځه خصوصي راډيوګانو (تجلی، پېغله اف ام، غږ اف ام، وحدت غږ او يووالي غږ) فعالیت درلود چې تراوسه یوازې د تجلی او پېغلې اف ام نشرات بند شوي دي.

Views: 125

Exit mobile version