Language

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۱۳۱ کسان پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ١٤٠٠): د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۳۱ کسان پر کرونا اخته شوي او درې کسانو د دغې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه ورځ او شپه کې د ۷۴۹ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی چې له دې ډلې د ۱۳۱ کسانو نتیجه مثبت وه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې یادې پېښې د هېواد په پنځو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د ده په خبره، ۷۰ پېښې په کاپیسا، ۲۶ په کابل، ۱۵ په میدان وردګ، ۱۲ په بلخ او اته پېښې په فاریاب کې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.