کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ١٤٠٠): د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۳۱ کسان پر کرونا اخته شوي او درې کسانو د دغې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه ورځ او شپه کې د ۷۴۹ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی چې له دې ډلې د ۱۳۱ کسانو نتیجه مثبت وه.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې یادې پېښې د هېواد په پنځو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د ده په خبره، ۷۰ پېښې په کاپیسا، ۲۶ په کابل، ۱۵ په میدان وردګ، ۱۲ په بلخ او اته پېښې په فاریاب کې ثبت شوې دي.
نوموړی وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۹ کسان له کرونا ناروغۍ ښه شوي دي.
د هغه په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې کسانو د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
د ده په وینا، تر اوسه په هېواد کې تر ۱۶۳ زره ډېرې د کرونا مثبت پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې تر ۱۴۶زره ډېر کسان له کرونا جوړ شوي، او تر ۷زره او ۴۰۰ ډېرو کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
  . . .










