ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانۍ ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شوی خو د لومړنیو توکو بیې شپږ سلنه ټیټې شوې دي

د افغانۍ ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شوی خو د لومړنیو توکو بیې شپږ سلنه ټیټې شوې دي

author avatar
5 Feb 2022 - 15:27
د افغانۍ ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شوی خو د لومړنیو توکو بیې شپږ سلنه ټیټې شوې دي
author avatar
5 Feb 2022 - 15:27

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۰): نن د تېرې شنبې په پرتله د امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نږدې ۱۴ سلنه لوړ شوی، خو په منځنۍ کچه د لومړنیو توکو بیې څه باندې شپږ سلنه او د سرو زرو بیې تر اته سلنه ټیټې شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یو امریکايي ډالر په ۸۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰ افغانۍ تبادله کېږي.

د سلواغې په ۹مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۱۰۲ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۵۰ افغانۍ تبادله کېدي.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې ټيټې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۲۸۰۰ څخه ۲۵۵۰ افغانۍ،  د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۲۴۰۰ څخه ۲۲۰۰ افغانیو ته، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۳۲۰۰ څخه ۲۹۲۰ افغانیو، د یو کیلوګرام تور افریقايي چای بیه له ۴۲۰ څخه ۴۰۰ افغانیو او د یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای بیه له ۴۰۰ څخه ۳۸۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

نوموړي وویل، د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت له کمېدو وروسته د یادو موادو بیې ټيټې شوې دي.

خو هغه وايي، نن لکه د تېرې ورځې په څېر په عمده ډول د ۲۴.۵ کیلوګرام لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېرې توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د یادو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۹۷۰ افغانۍ، ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۳۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ګاز او تېلو بیې څه باندې درې سلنه ټیټې شوې دي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه لېتر پټرولو بیه له ۸۱ افغانۍ څخه ۷۶ او د یو لېتر ډېزلو بیه له  ۷۷ افغانۍ څخه ۷۶ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو کیلوګرام ګاز بیه له ۸۸  څخه ۸۶ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د سرو زرو بیه اته سلنه ټيټه شوې ده

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۷۵۰ څخه ۴۴۰۰ افغانۍ او د یوه ګرام ٥٨٥عیاره روسي سرو زرو بیه له ۳۸۵۰ څخه ۳۵۰۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

د ده په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو بیې په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو له بیو سره اړیکه لري.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.