ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهان: پر کرونا د اخته کسانو د شمېر ډېرېدل د اندېښنې وړ دي

پوهان: پر کرونا د اخته کسانو د شمېر ډېرېدل د اندېښنې وړ دي

author avatar
7 Feb 2022 - 10:31
پوهان: پر کرونا د اخته کسانو د شمېر ډېرېدل د اندېښنې وړ دي
author avatar
7 Feb 2022 - 10:31

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په تېرو شلو ورځو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه د پاسه درې برابره ډېر شوی دی.

پژواک د مرغومي له ۲۷مې د سلواغې تر ۱۶مې د عامې روغتیا وزارت له خوا د کرونا د ټسټونو، پر کرونا د اخته کسانو، د دې ناروغۍ له امله د مړو شويو او بېرته رغېدونکو کسانو شمېرې راټولې کړې او تحلیل کړې دي.

د یاد وزارت له خوا د مرغومي په ۲۷مه د کرونا د ۸۴۶ ټسټونو له ډلې ۳۹ یې مثبت و، خو په دې ورځ د کرونا له امله د مړینې هېڅ پېښه نه وه ثبت شوې او ۱۷ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي وو.

په ورته توګه د یاد وزارت د خپرو شوو شمېرو پر بنسټ، د سلواغې په ۱۶مه له ۷۴۹ ټسټونو څخه د ۱۳۱ ټسټونو پایله مثبته وه، درې کسانو د کرونا له امله ساه ورکړې او ۴۹ کسان ترې بېرته رغېدلي دي.

په ورته توګه د افغان ــ جاپان روغتون مسوولین پر کرونا د اخته کسانو شمېر د ۵۰ سلنه او په دغه روغتون کې د بستر ناروغانو د شمېر د ۸۰ سلنه ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، ډېری هغه ناروغان چې تازه مراجعه کوي، د اومیکرون نښې نښاني لري.

د ياد شوي روغتون رییس ډاکټر زلمي رښتین پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په دې وروستیو ورځو کې له ۸۰ تر ۱۰۰ شکمن کسان معاینه کېږي چې دغه شمېر دوه اونۍ مخکې تر ۳۰ کسانو کم و.

هغه زیاته کړه، دوه اونۍ مخکې به د کرونا ټسټونو پایله دوه تر پنځه سلنه مثبته وه، خو اوس دغه شمېر ورځ کې له ۳۰ تر ۴۰ کسانو ته رسېدلی دی.

نوموړي بستر ناروغانو ته په اشارې سره وویل، دوه اونۍ مخکې د بستر ناروغانو شمېر شاوخوا ۴۰ کسان وو، خو اوس دغه شمېر ۷۲ کسانو ته رسېدلی چې کابو ۸۰ سلنه ډېروالی ښيي.

د ده په خبره، اوس مهال هره ورځ له پنځو تر ۱۰ کرونايي ناروغان بستر ته اړتیا پیدا کوي.

نوموړي پر کرونا د اخته کسانو د شمېر ډېرېدو لامل په هېواد کې د کرونا د څلورمې څپې پیل وباله او ويې ویل، له دوو اونیو راهیسې د کرونايي ناروغانو او بستر کسانو شمېر ډېر شوی چې دا د څلورمې څپې د پیل ښکارندويي کوي.

هغه د اومیکرون نوعې نښانو لرونکو کسانو ته په اشارې سره وویل، د بدن خارښت، ستونی درد، خولې او اسهالات د اومیکرون نښې نښانې دي؛ هغه ناروغان چې په دې وروستیو کې یاد روغتون ته راځي، ډېری یې دغه نښې نښانې لري.

د نړیوالو مرستو بندېدل او پر کرونا د اخته کسانو د شمېر ډېرېدو روغتیاپالان اندېښمن کړي او وايي، دغه روغتون مخکې د نړیوال بانک له خوا تمویلېده او ټولې اسانتیاوې یې درلودې، خو تر سیاسي بدلون وروسته یې مرستې بندې کړې او تر یوې مودې بې برخلیکه حالت کې و.

د ده په خبره، په تېرو دوو میاشتو کې ورته امکانات برابر شول او تر یوې کچې یې ستونزې حل شوې، خو له روانې میلادي میاشتې راهیسې یو ځل بیا په بې برخلیکه حالت کې دي.

رښتین روښانه کړه: ((اوس مهال زموږ پرسونل رضاکارانه کار کوي، که وضعیت دغه ډول روان وي، یو ځل بیا به له تېرو ستونزو سره مخامخ شو.))

هغه څرګنده کړه، که نورو هېوادونو کې د کرونا ناروغي له منځه لاړه شي او افغانستان کې موجوده وي، بیا هم نور هېوادونو د تګ راتګ له امله خوندي نه دي او هرومرو ورته زیان رسېږي، له دې امله باید له افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه، روغتون کې درمل موجود دي، خو لابراتوار کې ځينې توکي خلاص شوي او ځينې نور د خلاصېدو په حال کې دي.

هغه وايي: ((پیسې نه لرو چې د اړتیا وړ توکي پرې وپېرو، څوک همکاري هم نه کوي، دا یو حقیقت دی چې که څوک مو ملاتړ ونه کړي، له ستونزو سره مخامخ کېږو. زموږ خواهش دا دی چې یواځې مو پرېنږدي او تر یوې مودې د دغه روغتون ملاتړ وکړي څو ناروغانو ته ښه خدمت ترسره شي او پرسونل یې کار ته وهڅوي.))

هغه زياته کړه، که د کارکوونکو معاشونه پر خپل وخت ورنه کړل شي، خدمتونه هم کمېږي او پر کارکوونکو هم فشار نه شي راوړل کېدای.

د افغان- جاپان روغتون رییس وويل: «موږ په روغتون کې د اکسيجن د تولید دستګاه فعاله کړى وه او ناروغانو ته يې اکسيجن توليداوه؛ خو له سیاسي بدلون وروسته مرستې بندې شوې او د تېلو د نه شتون له امله دستګاه بنده شوې ده.»

نوموړي د دې دستګاه د بندېدو بل لامل له بازاره په ټیټه بیه د اکسيجن چمتو کول وبلل او ويې ويل چې له همدې امله اکسیجن له بازاره اخيستل کېږي.

د هغه په ​​خبره، جنراتورونه هره ورځ ٥٠٠ لېتره تېل مصرفوي، که چېرې تېل وي او د اکسيجن تولید ارزانه وي، د اکسيجن د تولید ماشین به فعال کړي.

نوموړي نړيوالې ټولنې او نړيوالو روغتيايي سازمانونه ته په اشارې وویل، که دوى مالي مرسته ونه کړي، نو افغانستان له دې ناروغۍ سره د مبارزې توان نه لري او ښایي له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر هم د کرونا د پېښو‎ زیاتوالی تایید کړ او له خلکو غواړي، مخکې له دې چې افغانستان له ناورین سره مخامخ شي، باید وقایوي او روغتیایي مسايل په پام کې ونیسي.

هغه هم د نړيوالې ټولنې د مرستو کموالى د اندېښنې وړ وباله او زياته يې کړه، د مرستو د جلبولو په موخه له يو شمېر مرستندويانو سره په اړيکه کې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له پیل راهیسې په هېواد کې له ۱۶۳زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې څه باندې ۱۴۶زره بېرته روغ شوي او له ۷۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

Views: 126

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.