ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د نورستان منډول ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د دوولسم ټولګي فارغ نه لري”

“د نورستان منډول ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د دوولسم ټولګي فارغ نه لري”

author avatar
7 Feb 2022 - 16:51
“د نورستان منډول ولسوالي په تېرو شلو کلونو کې د دوولسم ټولګي فارغ نه لري”
author avatar
7 Feb 2022 - 16:51

پارون (پژواک، ۱۸سلواغه ۱۴۰۰): د نورستان د پوهنې رياست وايي، په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولايت په منډول ولسوالۍ له دوولسم ټولګي څوک نه دي فارغ شوي.

د نورستان د پوهنې رییس تاج محمد مطمین پژواک ته وويل، په منډول ولسوالۍ کې ۱۶۱ رسمي پرسونل او ۵۰ قراردادي کارکوونکي له دې ادارې هره مياشت معاش اخيستی دی.

خو زياتوي چې په تېرو شلو کلونو کې يو کس هم له دوولسم ټولګي نه دی فارغ شوی.

نوموړی وايي چې په ياده ولسوالۍ کې ۲۵ لومړني او شپږ منځني ښوونځي او يوه لېسه شتون لري.

د دې ولسوالۍ معتمد خليل پژواک ته وويل چې د يادې ولسوالۍ د معارف کارکوونکو ته په ټولیز ډول هره میاشت ۶۷۰۰۰۰ افغانۍ معاشونه ورکول کېږي.

د منډول ولسوالۍ د انېش کلي اوسېدونکی او قومي مشر حاجي عبدالقادر پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هيڅ ښوونځی او مدرسه شتون نه لري.

ده زياته کړه: “یوازې د کاغذ پر مخ د پوهنې خبرې روانې دي او په عملي ډګر کې د دې ولسوالۍ ښوونیز بهیر صفر دی.”

د يادې ولسوالۍ د چپې درې کلي اوسېدونکي ۱۶ کلن نجیب الله پژواک ته وویل: “چې دلته معلم، سرمعلم او مدیر شته معاشونه اخلي، خو مکتبونه نه دي فعال شوي.”

نوموړی زياتوي چې تر لسم ټولګي پورې يې زده کړې په لغمان ولایت کې وکړې.

هغه وويل چې د اقتصادي ستونزو له امله يې ښوونځي پرېښود او اوس د دې ولسوالۍ د چتور کلي په یوه جومات کې دیني زده کړې کوي.

د فریدالله په نوم يو بل کس هم پژواک ته وويل چې په خپله سيمه کې د ښوونځي د نه شتون له امله يې د ننګرهار په مرکز جلال اباد په پښتونستان لېسه کې تر لسم ټولګي زده کړې کړې.

ده و ويل: “له اسلامي امارت څخه مې هيله دا  ده چې زموږ په سيمه کې د زده کړو زمينه برابره کړي.”

حضرت علي چې د يادې ولسوالۍ د (ده سوخته) اوسېدونکی دی، پژواک ته يې وويل: “دلته مکتب نشته، نو ځکه مې درس نه دی ويلی.”

د یادې ولسوالۍ د دوني کلي اوسېدونکي مولوي سیف الله دیوبندي هم پژواک ته وويل: “د تېر نظام چارواکو په کابل کې د مکتب په نوم معاشونه حيف او ميل کړي او دلته د پوهنې برخه مکمله بنده ده، ښوونکي خيالي دي.”

دی زياتوي چې له حکومته يې غوښتنه دا ده چې د دوی په ولسوالۍ کې د ښوونې برخې ته پاملرنه وکړي.

بل لور ته د انیش لومړني ښوونځي ښوونکي محمدرحیم پژواک ته وويل چې دوی شاګردانو ته درسونه وايي، خو په وينا يې چې د تېر کال له وري مياشتې راهيسې يې معاشونه پر وخت نه دي ورکړل شوي او د پوهنې رياست يې حال هم نه اخلي.

نوموړی دغه راز وايي چې د دوی زده کوونکي کتابونه نه لري.

بلخوا د دې ولسوالۍ د پوهنې امر شرف خان رسولي وايي چې په منډول کې هيڅ داسې ښوونکی نه پيدا کېده چې د دوولسم فاغ وي، نو ځکه لېسه فارغين نه لري.

نوموړی دغه راز وايي چې د ښوونځي لپاره ودانۍ او ټاکلی ځای نشته، نو کله يو ځای او کله بل ځای د زده کړو بهير پر مخ بيايي، نو ځکه خلکو ته پته نه لګېږي.

هغه وايي چې په مانډول ولسوالۍ کې يې خپل دفتر فعال کړى،  قومي مشرانو سره يې خبرې کړې او خلکو ته يې ټرينينګونه ورکړي.

منډول د نورستان تر ټولو ستره او يوه غرنۍ ولسوالي ده چې له لغمان ولايت سره ګډه پوله لري.

Views: 375

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.