Language

پروان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

چاریکار (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت د ګل‌غونډۍ په تفریحي سیمه کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس‌الحق صدیقي نن د دغه نندارتون د پرانیستو په مراسمو کې وویل چې د کتاب مطالعه د انسان ذهن پراخوي او په ذهن کي نوی نوښت پیداکوي.

هغه وویل چې د ګل‌غونډۍ له تفریحي سیمې څخه له اختر راهیسې شاوخوا سل زره کسانو لیدنه کړې او  په دغه سیمه کې یې د کتاب لوستنې د فرهنګ دودولو په موخه دغه نندارتون پرانیستی دی.

ده له ځوانانو وغوښتل چې دې سېمې ته په ورتګ سره په ټلیفون کې د مصروفیت پر ځای کتاب مطالعه کړي؛ ځکه کتاب مطالعه کول د انسان په ذهن کې مثبت بدلون راولي.