ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طبي پوهان: د روغتیا نړیوال سازمان «فاویپراویر» د کرونا درملو په توګه نه دي تایید کړي

طبي پوهان: د روغتیا نړیوال سازمان «فاویپراویر» د کرونا درملو په توګه نه دي تایید کړي

author avatar
8 Feb 2022 - 16:55
طبي پوهان: د روغتیا نړیوال سازمان «فاویپراویر» د کرونا درملو په توګه نه دي تایید کړي
author avatar
8 Feb 2022 - 16:55

کابل (پژواک، ۱۹سلواغه ۱۴۰۰): طبي پوهان، په دې اړه خپار شوي مطالب چې ګواکې فاویپراویر تابلیت د کرونا ناروغانو لپاره مطلوبه نتیجه ورکوي، ناسم بللي او وايي، تر اوسه دغه درمل د روغتیا نړیوال سازمان له خوا نه دي تایید شوي.

د «فاویپراویر (FavipraVir)» درمل په ۲۰۱۴ کال کې په جاپان کې د انفلونزوا د درملنې لپاره جوړ شوي وو.

په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو او انلاین خبري ویب سایټونو له لارې داسې راپورونه خپاره شوي چې یاد درمل د کرونا ناروغانو لپاره ګټه لري.

د «اندپيندنت فارسي» خبري سایټ د «داروی ضد ویروس «فاویپیراویر» گزینه خوبی برای درمان کووید‌- ۱۹ است» په نوم مطلب خپور کړی دی.

په یاد مطلب کې راغلي: «په جاپان کې د فاویپیراویر درملو مصرف ته په کتو، د دغو درملو د اغېز ډېرې بېلګې موجودې دي.»

د دغه مطلب به یوه برخه کې راغلي، هغه کارشناس چې د کرونا پر ناروغۍ اخته کسانو د انفلوانزا ویروس ضد درمل ازمايي، ویلي چې دغه ډول درمل د هغو کسانو درملنې لپاره «غوره انتخاب» دی چې د کرونا دوره په کور کې تېروي.

په مطلب کې زیاته شوې: ((د «فاویپیراویر» په نوم درمل چې په ۲۰۱۴ کال کې په جاپان کې د انفلوانزا د درملنې لپاره تجویز شوي، همدا اوس ښودلې چې یاد درمل د دې جوګه دي چې په روغتون کې پر کرونا د اخته کسانو سږو ته د زیان کچه کمه کړي او له بدنه د ویروس وتلو دورې وخت کم کړي.))

په ورته وخت کې ډاکتر محمد نصیر جاله په خپله فېسبوک پاڼه کې د (خبر خوش در مورد دوای ویروس کرونا) په نوم مطلب خپور کړی او ویلي یې دي چې د فاویپراویر تابلیت چې د زکام ناروغۍ درمنلې لپاره د یوې جاپانۍ کمپنۍ له خوا جوړ شوي، د کرونا د درملنې لپاره هم ګټور دي.

نوموړی د دې په څرګندولو سره چې جاپان یاد تابلیت د کرونا لپاره استفاده کړي، زیاتوي: ((د جاپان ولسمشر وویل چې یاد درمل د کرونا د درملنې لپاره ګټور دي او له نورو هېوادونو یې وغوښتل چې له دغو درملو استفاده وکړي؛ خو هغه مهال هېوادونو د نوموړي خبرو ته د سیاسي او اقتصادي موضوع فکر وکړ او چندان ارزښت یې ور نه کړ.))

هغه وویل، څو هېوادونو لکه چین، هند او روسیې په دې اړه څېړنې پیل کړې، تر اوسه روسیه او هند نتیجې ته رسېدلي او هندوستان د دغه هېواد یوې کمپنۍ ته د یاد درملو د تولید اجازه صادره کړې چې بازار ته یې عرضه کړي.

د مطلب په دوام کې راغلي: ((کله چې ویروس بدن ته داخلېږي او حجرې ته ځي، حجره غولوي او د انزایم په نوم ماده چې د ویروس فوتوکاپي حجرې ته داخلوي، دغه درمل یې د ویروس فوتوکاپي دروي او د ناروغ وضعیت ډېر نه خرابېږي.))

د روغتیايي چارو دغه پوه وویل چې یاد تابلیت ۲۰۰ ملي ګرامه دي او باید په لومړنیو مراحلو کې ناروغ ته ورکړل شي. دغه درمل دې د ډاکتر تر نظر لاندې استفاده شي او پر خپل سر له استفادې دې ډډه وشي.

هغه د دې په روښانولو سره چې یاد تابلیت له ۱۸ تر ۷۵ کلنۍ پورې مطلوبه پایله لرلې، وویل، دغه درمل ناروغانو ته د دوو اوونیو لپاره ورکول کېږي چې له درېیو تر پنځو ورځو پورې د ښه کېدو احساس کوي.

هغه روښانه کړه، امیدوارو، شیدې ورکوونکو ښځو او هغو کسانو ته چې د ځیګر او کتلوي ستونزې لري، دغه درمل دې نه ورته توصیه کېږي.

د «فارسی» په نوم انټرنېټې پاڼه کې لیکل شوي چې د کرونا ضد «فاویپراویر» درمل، د کرونا درملنې لپاره ښه انتخاب دی.

سرچینې لیکلي: ((د هغه کارپوه په خبره چې د انفلونزوا ویروس ضد درمل پر کرونايي ناروغانو امتحانوي، دغه ډول درمل د هغو کسانو لپاره «غوره انتخاب» دی چې پر کرونا د اخته کېدو دوره په کور کې تېروي. د «فاویپیراویر» په نوم درمل چې په ۲۰۱۴ کال کې په جاپان کې د انفلوانزا د درملنې لپاره اجازه اخیستې، همدا اوس ښودلې چې یاد درمل د دې جوګه دي چې په روغتون کې پر کرونا د اخته کسانو سږو ته د زیان کچه او له بدنه د ویروس د وتلو دوره کمه کړي.))

دغه راز یوه ایراني درمل جوړوونکي ډاکتر عبیدي په خپله انټرنېټي پاڼه لیکلي: ((د ډاکټر عبیدي د درمل جوړولو فابریکه کې د سایتووکس  (Cytovex®)چې علمي نوم یې فاویپراویر (Favipiravir)دی، تولید پیل شو. دغه درمل لومړی ځل د جاپان تویاما کیمیاوی ازمایښت ځای کې تولید شول او په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې د جاپان د درملو او طبي تجهیزاتو سازمان له خوا اجازه ترلاسه کړه. سږ کال د ایران د درملو او خوړو سازمان هم فاویپراویر  (Favipiravir)د انفلونزا د درملنې لپاره د درملو په رسمي لېست کې شامل کړي دي.))

هغه وویل: ((له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره ډاکترانو په ټوله نړۍ کې د ویروس ضد درملو تجویز پیل کړی او فاویپراویر ((Favipiravir یو له یادو درملو څخه دي. په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا پر ناروغۍ د اخته کسانو کلینیکي معاینو په پایله کې په ډاګه شوې چې دغه درمل د کرونا ویروس د تکثیر مودې کمېدو او د ناروغانو د سي ټي سکن ریوي ضایعاتو د ښه والي لړۍ د چټک کېډو لامل کېږي او کم جانبي عوارض لري.))

حقیقت موندنه:

خو طبي کارپوهان د کرونا ناروغۍ لپاره د دغو درملو اغېزناکوالی ردوي.

د افغان- جاپان روغتون د بېړني مراقبت څانګې (ICU) موظف ډاکټر حشمت الله فیضي پژواک ته وويل: «په لومړيو کې کله چې کرونا ویروس خپور شو، ناروغانو ته مو دا تابلېت ورکول؛ ځکه چې دا یو څه اراموونکي دي او د ناروغ حالت یو څه ښه کوي.»

هغه زیاته کړه چې د دغه تابلېتونو تجویز ‎د کووېډ – ۱۹ د هغو ناروغانو لپاره چې په لومړۍ مرحله کې وي، یو څه اغېزناک وي؛ خو که د ناروغ وضعیت خراب وي، هيڅ ګټه ورته نه لري.

هغه څرګنده کړه چې دغه تابلېت تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان له خوا نه دي توصیه شوی.

په ورته مهال په کابل کې د شیخ زاید روغتون رییس ډاکتر وحدت الکوزي د فاویپراویر تابلېت د ویروس ضد درمل وبلل او ویي ویل چې دغه درمل په ۲۰۱۴ کال کې د انفلونزا ناروغۍ په مخنیوي کې د ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېدل او ګټور و.

هغه زیاته کړه: «ځکه انفلونزا له کرونا سره نږدېوالی لري، نو له همدې امله ځیني هېوادونه دا درمل د کرونا ویروس په درملنه کې هم ګټور بولي.»

خو نوموړي وویل چې تر اوسه د امریکا، بریتانیا او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د نورو هېوادونو له لوري نه دي تایید شوي.

هغه څرګنده کړه: «بريتانیا په ۲۰۲۱ کال کې پر ۱۱۷۹ کسانو یوه څېړنه ترسره کړې وه، په دې اړه چې ایا دغه دواړه درمل هغه اغېز چې تمه ترې کېږي، لري او کنه؟ خو په نتیجه کې دوی ومونده چې دا دوه ستونزې لري، یو دا چې په سخت وضعیت کې ګټه نه لري او ممکن د سپکې او منځنۍ ناروغۍ لپاره وي؛ او دویم دا چې د هغو اغېز له ۷ تر ۱۴ ورځو پیلېږي.»

الکوزي زیاته کړه چې د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره تر اوسه شپږ ډوله درمل کارول شوي؛ خو له هیڅ درملو مطلوبه پایله نه ده ترلاسه شوې.

دغه راز په کابل کې د داخله ناروغیو ډاکټر نورالحق یوسفزی هم وایي چې «فاویپراویر» د کرونا ویروس ځانګړي درمل نه، بلکې د ویروس ضد درمل دي.

نوموړي زیاته کړه، د کرونا ویروس د RNA ویروس یو ډول دی او ټول هغه درمل چې د هغه د درملنې لپاره کارول کېږي، ویروس له منځه نه وړي، بلکې د ویروس د ډېرېدو او د هغه د خپرېدو مخنیوی کوي.

هغه وایي چې ویروس ژوندی موجود نه دی چې له منځه یووړل شي، نو ځکه هغه درمل چې تجویزېږي، یوازې د هغه فعالیت راکموي.

دغه زار د «doctoreto» په نوم سایټ کې د «فاویپیراویر درمل څه شی دي، د هغو کارول څرنګه دي،‎ عوارض او اغېز یې څه دي» تر عنوان لاندې یوه مقاله کې راغلې: «د ټولو درملو په څېر، ۲۰۰ ملی ګرامه فاویپیراویر هم کولای شي جابني عوارض رامنځته کړي.»

سرچینې لیکلي چې پورته یاد جانبې عوارض په شاوخوا ۲۰سلنه هغو ناروغانو کې چې فاویپیراویر یې ترلاسه کړي، د کووېډ-۱۹ د وړاندې شوي دوز په نسبت کم لیدل شوي دي.

۲۰۰ ملي ګرامه فاویپیراویر د وینې د اوریک اسید اړوند جریان د زیاتوالي لامل کېږي. په بل ځای کې ویل شوي چې دغه تابلېت د نقرس (د مفصلونو درد) په ناروغۍ کې په احتیاط وکارول شي، ښایي اوریک اسید زیات کړي.

د دغو درملو په جانبي عوارضو کې د سینې درد، د اشتها کمېدو ترڅنګ د هضمي سیستم خرابېدل، پېچ، خوا ګرځېدنه او کانګې، د وینې نوتروفیلونه کمېدنه او کبدي سلولونو ته زیان رسېدنه، شامل دي.

د تسنیم خبري اژانس ویب پاڼې هم د تنفسي ناروغیو د ملي تحقیقاتو شبکې د رییس مصطفی قانع له قوله لیکلي چې فاویپیراویر او رمدسیویر درمل پر کرونایي ناروغانو هيڅ اغېز نه لري.

هغه وویل چې فاویپیراویر درمل د کرونا پر ویروس هیڅ اغېز نه لري او زیاته یې کړه چې د څېړنو له مخې، رمدسیویر یا هیڅ تاثیر نه لري یا یې اغېز دومره لږ دی چې اعتنا ورته نه شي کېدای.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم وايي چې دغه درمل تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان له لوري نه دي تایید شوي.

د عامې روغتیا وزارت وياند جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرونا ناروغۍ د خپرېدو په پیل کې د مثبتې پېښې ډېرې وې، د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې ډېر درمل وړاندیز شوي دي.

هغه دې ته په اشاره چې دغه درمل د روغتيا نړيوال سازمان له خوا نه دي تایید شوي، وويل چې له هغو درملو پرته چې د روغتيا نړيوال سازمان له لوري تاييد شوي وي، نور درمل نه شي تاييدولاى.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د «باریسیټینیب» او «سوتروویماب» درملو د کارولو سپارښتنه کړې ده.

د باریسیټینیب درملو کارول کولای شي اکسیجن اخیستو ته د کرونا ناروغانو اړتیا راکمه کړي او له سوټروویماب درملو استفاده د ناروغانو د بستر کولو خطر راکموي.

Views: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.