Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په فاریاب کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شوی

میمنه (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۰): فاریاب ولایت کې روغتیايي مسوولین داسې مهال پر کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د ډېرېدو خبر ورکوي چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې دغه ولایت کې د کرونا روغتون د بودجې د نه شتون له امله غیر فعال شوی دی.

بلخوا د میمنې ښار ځينې ډاکتران او روغتیايي پرسونل وايي چې دوی له څو ورځو راهیسې یا ناروغان دي یا یې د ټسټ نتیجه مثبت تشخیص شوې، خو د روغتون مشرتابه دوی ته د قرنطین اجازه نه ورکوي.

بلخوا د میمنې ولایتي روغتون رییس پر کرونا د یو شمېر ډاکترانو او روغتیايي پرسونل اخته کېدل تاییدوي وايي، عامې روغتیا وزارت تر اوسه له دوی سره پر کرونا د روغتیايي پرسونل د اخته کېدو په اړه کومه مقرره او طرزالعمل نه دی شریک کړی چې له مخې یې اجراات وکړي او پرسونل ته رخصتي ورکړي.

 د میمنې روغتون په بیړني سرویس کې موظف ډاکتر غلام سخي حلیم وايي چې پنځه ورځې کېږي چې دی، ښځه او لور یې سخت ناروغان دي، د کرونا ټسټ نتیجه یې مثبت وه، د عاجلې برخې ډېری پرسونل هم له ناروغۍ شکایت کوي، خو د روغتون مشرتابه د رخصتۍ اجازه نه ورکوي.

نوموړي په ډاګه کړه چې هره ورځ له ۷۰ تر ۱۰۰ کسان عاجلې برخې ته مراجعه کوي، مجبور دي چې ټول معاینه کړي.

هغه وویل، روغتون کې پر کرونا د اخته ډاکترانو او پرسونل شتون خپله خلکو ته د دغه ویروس د انتقال لامل کېږي.

خو د میمنې ولایتي روغتون رییسې ډاکتر فوزیې سلیمي پژواک ته وویل، معمولا ژمي کې تنفسي ناروغۍ ډېرېږي، د دغه روغتون یو شمېر پرسونل هم ناروغان وو، روغ شوي، د څو محدودو کسانو د ټسټ نتیجه مثبت ښودل شوې، دوی ته یې سپارښتنه وکړه چې د کرونا مقررات مراعات او دندو ته دوام ورکړي.

خو سرچینې په ډاګه کړه چې تر اوسه فاریاب ولایت کې د کرونا نوې نوعه ((اومیکرون)) نه ده تشخیص شوې.

سلیمي د هغو ډاکترانو په اړه چې د ټسټ نتیجه یې مثبت ښودل شوې خو رخصتي نه ورکول کېږي وویل، تر اوسه د وزارت له خوا په دې اړه مشخص طرزالعمل نه دی شریک شوی چې د هغو مطابق اجراات وکړي.

 خو نوموړې وايي: ((د مخکې دورې تجربې ښودلې، هغه ډاکتران چې پر کرونا اخته دي د قرنطین په پلمه به یې رخصت اخیست خو پر شخصي معاینه خانو کې یې کار کاوه، په خلکو کې يې ویروس خپراوه، هغه کسان چې اوس شکایت لري همغه ډول کسان دي.))

هغه وايي، پر بستر ناروغانو سربېره هره ورځ ۸۰۰ کسان میمنې روغتون ته د درملنې لپاره مراجعه کوي.

میمنې ښار کې د کرونا د تشخیص مرکز لابرانت بشیراحمد وايي چې هره ورځ د ولایتي روغتون له سرویلانس برخې ۵۰ تر ۶۰ سمپل دغه مرکز ته راځي چې د ۵۰ سلنه پایلې یې مثبتې دي.

د میمنې روغتون د سرویلانس برخې مسوول ډاکتر همایون اهي وویل، هره ورځ له میمنې ښاره شاوخوا ۶۰ نمونې ټولوي، تشخیصیه مرکز ته یې لېږي چې د ۴۰ سلنو پایلې مثبتې دي.

اهي وويل چې دا مهال د کرونا ۵۰ بستريز روغتون د بويجې د نشتوالي له امله غير فعال دى. خو دوی هغو کسانو ته چې ټسټ یې مثبت دی لارښوونه کوي چې د دوه اوونیو لپاره له ټولنې لرې پاتې شي؛ د کورنۍ له غړو فاصله وساتي او ماسک وکاروي.

هغه زیاته کړه: «د ميمنې روغتون د درېيو ډاکترانو ازموينه هم مثبته ده؛ خو ما د روغتون ادارې ته وویل چې هغوی ته باید رخصت ورنه کړي؛ ځکه هغوی خپلو شخصي معاینه خونو ته لاړل، ډیری خلک پر کرونا اخته کوي؛ خو په روغتون کې دوی لږترلږه د کرونا ځینې مقررات مراعاتوي، له ماسک او دستکشو ګټه اخلي.»

د فارياب د کوویډ ۱۹ د پنځوس بستريز روغتون مسوول ډاکتر محمد زمان اعظمي وايي، درې مياشتې کېږي چې د دغه مرکز ټول کارکوونکي بې برخلیکه دي او د بوديجې او اسانتياوو د نشتوالي له امله د کرونا هیڅ ناروغ نه دی بستر شوی.

اعظمي وويل چې د فارياب د کوويډ ۱۹ روغتون د ډاکټرانو، نرسانو او واکسيناتورانو په ګډون له ۲۰۰ ډېر کارکوونکي چې له لسو مياشتو راهيسې یې معاش نه دی اخیستی، له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي.

هغه د روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو له رهبرۍ وغوښتل چې د یاد روغتون د طبي کارکوونکو د معاشونو ورکړې په برخه کې دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

د فارياب د عامې روغتيا رييس مولوي خان محمد همت پر کرونا د اخته کارکوونکو په اړه وایي، په دې تړاو د روغتيا وزارت پاليسۍ روښانه ده؛ د ډاکترانو او کارکوونکو ټسټ چې مثبت وي باید رخصت شي.

همت دغه راز تایید کړه چې د فاریاب د کوویډ ۱۹ روغتون اوس مهال تړل شوی؛ ټول روغتیايي کارکوونکي یې کار ته په تمه دي، درې میاشتې کېږي چې معاش یې نه دی اخیستی.

هغه زیاته کړه، د روغتیا وزارت رهبري هڅه کوي چې د کوویډ ۱۹ روغتون د بسپنه ورکوونکو او یا هم د حکومت د بودجې له لارې تمویل کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.