مهترلام (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۰): د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې د يوه رېنجر موټر د چپه کېدو له امله څلور امنيتي کسان ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند صلاح الدین زاهد پژواک خبري اژانس ته پېښه تاییده کړه او ویې ویل، نن سهار لس بجې د یوه رینجر موټر د چپه کېدو له امله څلور امنیتي کسان ټپیان شوي دي.
خو هغه په دې اړه نور جزییات ور نه کړل.
د سيمې يو اوسېدونکي او عيني شاهد عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه د ولسوالۍ د امنيه قوماندان د رېنجر موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه، په پېښه کې امنيه قوماندان او د هغه درې ساتونکي ټپيان شوي دي.
خو د والي ویاند وايي چې امنیه قوماندان روغ دی او نه دی ټپي شوی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن