Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې د يوې غونډې ګډونوالو له امريکا د افغانستان د پيسو ازادېدو غوښتنه وکړه

ښرنه (پژواک، ۳۰سلواغه ۱۴۰۰): د پکتيکا پوهنتون استادانو او د ياد ولايت د ملکي ادارو استازو د يوې غونډې په ترڅ کې له امريکا څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.

د غونډې ګډونوالو د امريکا د ولسمشر جوبايډن له خوا د دغه هېواد په بانکونو کې د افغانستان د موجودې شتمنۍ په اړه صادر شوی فرمان غير عادلانه وباله.

د پکتيکا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حبيب الله حبيب غونډې ته وويل چې د امريکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ په کنګل کېدو سره به په هېواد کې د وزګارۍ کچه لوړه شي.

هغه زیاته کړه:” د امريکا له خوا د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانستان د مرکزي بانک هغه شتمني ده چې د افغانيو د ارزښت د ثبات او بانکي تصفيو لپاره په خارجي بانکونو او نړيوالو مالي موسساتو کې ساتل کيږي.”

هغه دغه راز وويل چې که امريکا د افغانستان پيسې ازادې نه کړي، دولت به د خپلې بودیجې يوه برخه له لاسه ورکړي.

د اقتصاد پوهنتون يو بل استاد پو هنيار فصل الرحمن شريف وويل چې کنګل شوې پيسې د افغانانو حق دی او امريکا حق نه لري چې د افغانانو پیسې بل چاته ورکړي.

د پکتيکا والي مولوي عبدالله مختار هم وويل چې افغانانو تل له خپل حق څخه دفاع کړې.

ده زياته کړه:” په نړيوالو غږ کوو چې د افغانانو د کنګل شويو پیسو د خلاصون په موخه دې له خپل اړخه خپل مسووليت تر سره کړي.”

د يادونې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې د افغانستان له کنګل شوو ۷ میلیارده ډالرو نیمه برخه د سپټمبر د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړي خو دې پرېکړې په افغانستان کې دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.