Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترکیې یو خیریه بنسټ په پام کې لري غزني کې شل زره یتیمانو ته دارالایتام جوړکړي

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د افغانستان سرپرست حکومت وايي، د ترکیې یو خیریه بنسټ غزني کې د یو داسې دارالایتام جوړول په پام کې لري چې د شل زره یتیمانو د روزنې مرکز به وي.

د ارګ پر ټوېټرپاڼې نن لیکل شوي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې د ای اېچ اېچ  (IHH)  خیریه بنسټ مشر بولنټ یالدرم سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې بولنټ یالدرم له افغانستان سره د ترکیې د خلکو د مرستو جلب، په غزني کې د یوه داسې دارالایتام د تاسیس خبره وکړه چې په راتلونکي کې به د شل زره یتیمانو د روزنې مرکز وي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد بنسټ د کابل د جنګلک د نشه یي توکو د روږدو کسانو له روغتون سره د مرستې یادونه هم کړې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.