منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ترکیې یو خیریه بنسټ په پام کې لري غزني کې شل زره یتیمانو ته دارالایتام جوړکړي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د افغانستان سرپرست حکومت وايي، د ترکیې یو خیریه بنسټ غزني کې د یو داسې دارالایتام جوړول په پام کې لري چې د شل زره یتیمانو د روزنې مرکز به وي.

د ارګ پر ټوېټرپاڼې نن لیکل شوي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې د ای اېچ اېچ  (IHH)  خیریه بنسټ مشر بولنټ یالدرم سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې بولنټ یالدرم له افغانستان سره د ترکیې د خلکو د مرستو جلب، په غزني کې د یوه داسې دارالایتام د تاسیس خبره وکړه چې په راتلونکي کې به د شل زره یتیمانو د روزنې مرکز وي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد بنسټ د کابل د جنګلک د نشه یي توکو د روږدو کسانو له روغتون سره د مرستې یادونه هم کړې ده.

سرچینې د مولوي عبدالسلام حنفي له قوله لیکلي چې هغه د ترکیې د خلکو له مرستو د مننې ترڅنګ یتیمانو او په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د لا زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه