Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: په ټول هېواد کې دې د سرلوڅو څاه ګانو سرونه پټ شي

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د کورنیو چارو سرپرست وزیر ولایتي چارواکو ته امر کړی چې په اړوندو ولایتونو کې سرلوڅې څاه ګانې او برمې معلومې کړي او مالکینو ته یې سپارښتنه وکړي چې سرونه يې بند کړي.

د حیدر په نوم یو شپږ کلن ماشوم د سلواغې په ۲۵مه د زابل له مرکز کلات ښاره ۱۵ کیلومتره لرې، په یوه کلي کې نږدې ۳۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی و، خو له درېیو ورځو مسلسلو هڅو وروسته بیا هم ونه توانېدل چې ماشوم وژغوري.

حیدر د سلواغې په ۲۹مه له څاه را وایستل شو خو ژوند یې له لاسه ورکړی و.

څاه ته د حیدر د لوېدو دغه پېښه ډېره په رسنیو، په تېره خواله رسنیو کې لاس په لاس شوه او خلک یې سخت خپه کړي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.