کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۰): په کابل کې د ترکیې سفارت مسوولین وايي چې د دغه هېواد د سرې میاشتې ۷۵۰ ټنه مرسته کابل ته رارسېدلې ده.
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ۷۵۰ ټنه مرسته نن له ترکیې څخه کابل ته ورسېده.
په کابل کې د ترکیې سفارت سلاکار «امرماناو» د عامې روغتیا وزارت مرستیال ته د مرستو سپارلو پر مهال وویل چې د افغانستان خلک مخکې د ترکیې ترڅنګ ولاړ وو او نن ترکیه د افغانستان له خلکو سره ده.»
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې دغه مرستې به د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته ورسول شي.
د مرستو په یادو بستو کې خوراکي توکي، ژمني توکي، طبي تجهیزات، وېلچیرونه، د لوبو او روغتیایي وسایل شامل دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مرسته شوو روغتیایي بستو د ترلاسه کولو پر مهال، له ټولو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان له روغتیایي برخې سره مرسته وکړي.
د يادونې ده چې دغه مرستې د ترکيې د غير دولتي سازمانونو په ملاتړ چمتو شوې دي.
Views: 24