Pajhwok Afghan News

حکومت د کابل او څو نورو نږدې ولایتونو په ځینو سیمو کې تصفیوي عملیات پیل کړي

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۰): حکومت د کابل او څو نورو نږدې ولایتونو په ځینو سیمو کې تصفیوي عملیات پیل کړي، وایي په دغو عملیاتو کې به هيڅ ملکي کس او کور ته زیان نه رسېږي او له خلکو سره به ښه چلند کېږي.

د اسلامي امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد وایي، د درې ګونو امنیتي ځواکونو (دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو) له خوا د دفاع وزارت د مرستیال الحاج ملا محمدفاضل مظلوم په مشرۍ د کابل ولایت او «څو نورو نږدې ولایتونو» په ځينو سیمو کې پراخ تصفیوي عملیات پيل شول.

ده په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د نورو ولایتونو نومونه نه دي اخيستي.

نن له سهار راهیسې د کابل د لسمې او یوولسمې امنیتي حوزو په ځینو سیمو کې امنیتي ځواکونه پر واټونو تلاشي کوي او په ځینو سیمو کې یې ځیني کورونه هم تلاشي کړي دي.

ذبیح الله مجاهد وایي، د عملیاتو موخه په یادو سیمو کې د هغو «هر ډول غلو، اختطافګرو، شریرو عناصرو او نورو مجرمینو» نیول او له منځه وړل دي چې د امنیتي ځواکونو له خوا مخکې کشف او څارل شوي دي.

مجاهد زیاتوي: «د دغو عملیاتو په جریان کې به هيڅ ملکي کس او کور ته زیان نه رسېږي، ټول احتیاطي تدابیر په نظر کې نیول شوي او له خلکو سره به ښه چلند کېږي.»

هغه زیاتوي: «د یادو ولایتونو او سیمو له خلکو غوښتنه کوو چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره د معلوماتو په ورکولو کې مرسته وکړي، له عملیاتو د هيڅ ډول وېرې احساس ونه کړي؛ ځکه دغه عملیات د همدې خلکو او کابل ښاریانو، تجارانو او نورو هېوادوالو د لا ښه امنیت، ډاډ او اطمینان لپاره په لاره اچول شوي دي.»

مجاهد وایي، که څوک مجرم نه وي او یا له مجرمینو سره تړاو ونه لري، هغوی ته به هيڅ ستونزه نه وي، ټول خلک دې په خپلو کورونو او ځایونو کې په ارام پاتې شي او له خپلو امنیتي ځواکونو سره دې مرسته وکړي.

Views: 561

Exit mobile version