ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګره مېرمن: سرپرست حکومت دې د ښځو سوداګرو ملاتړ وکړي

سوداګره مېرمن: سرپرست حکومت دې د ښځو سوداګرو ملاتړ وکړي

author avatar
26 Feb 2022 - 16:50
سوداګره مېرمن: سرپرست حکومت دې د ښځو سوداګرو ملاتړ وکړي
author avatar
26 Feb 2022 - 16:50

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): هغه سوداګره مېرمن چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې خپل کاروبار درولی و او اوس هڅه کوي چې بېرته یې پيل کړي، وايي چې په هيڅ ډول حالاتو کې به خپل هېواد پرې نه ږدي او د پرمختګ لپاره به یې کار کوي.

دغه ۴۳ کلنه ښځه فرشته هاشمي نومېږي؛ شپږ کاله مخکې يې د «هاشمي د لاسي صنايعو شرکت جوړ کړ»؛ خو د روان کال د زمري په ۲۴مه له سیاسي بدلون سره یې فعالیت درېدلی دی.

فرشته هاشمي چې د سوداګرۍ ترڅنګ د احمدشاه مسعود په عالي لېسه کې ښوونکې هم ده، د پخواني نظام له نسکورېدو مخکې د افغان ښځو شبکې د مدیره پلاوي غړې هم وه.

نوموړې چې واده یې کړی او د څلورو ماشومانو مور ده، په کابل ښار اوسېږي.

د پژواک خبري اژانس خبريال له یادې مېرمنې سره د کابل ښار په «باغ زنانه» کې د هغې په دوکان کې ځانګړې مرکه کړې‎ ده.

سوداګره مېرمن هاشمي چې د اقتصاد په برخه کې یې د ليسانس تر کچې زده کړې، د خلکو او هېواد اقتصادي وضعیت یې د اندېښنې وړ وباله.

د هغې د سوداګري کاروبار شپږ میاشتې مخکې د سیاسي نظام له بدلون سره ودرېد او هغه ډېر وخت په کور کې تېروي، خو کله ناکله د کابل په شهر ارا [باغ زنانه] کې د خامک جامو ګنډلو پلورنځي ته راځي.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه د سیاسي نظام له بدلون وروسته له هېواده نه ده وتلې؟ وویل: «زه نه شم کولای خپل کاروبار او وطن پرېږدم؛ زه له خپل کار سره مینه لرم؛ ځکه غواړم خپل وطن ته خدمت وکړم او د خپل هېواد تولیداتو ته وده وکړم؛ غواړم چې د هېواد ښځو ته کار وکړم، څو هغوی چې بې سرپرسته دي، د کار زمینه ورته برابره کړم.»

مېرمن هاشمي له هېواده د وتلو لپاره د ګاونډیو هېوادونو (هند او پاکستان) ویزه لري او امکانات لري؛ خو هغه نه غواړي چې له افغانستانه ووځي؛ ځکه هغه پوهیږي چې خپلو هیلو او موخو ته د رسېدو یوازینۍ لار په هېو اد کې پاتې کېدل دي.

دغه سوداګره ښځه هیله لري چې کار یې پراخ شي او د سلګونو او زرګونو ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي او دا هیله هغه وخت ممکنه ده چې په خپل هېواد کې پاتې شي او خپل سوداګریز فعالیتونه له سره پیل کړي.

هغې پر بانکونو لګول شوي محدودیتونه د خپلې سوداګرۍ پر وړاندې یوازېنی خنډ وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه بندیزونه لرې شي او بېرته ‎ خپل کار پیل کړي.

مېرمن هاشمي د کورنۍ او افغانستان په اقتصاد کې د ښځو رول مهم وباله او ویې ویل: «هغه مېرمنې چې د ګډون لري او یا د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي، د هېواد د اقتصاد په وده کې ونډه لري او په دې برخه کې اساسي رول لوبوي او د خپلو کورنیو په اقتصاد کې فوق العاده مثبت رول لوبوي.»

یادې سوداګرې مېرمنې د خپل خاند ستاينه وکړه چې په سوداګريزو فعاليتونو کې يې يوازېنی ملاتړی او هڅوونکی دی او زیاته یې کړه: «نارینه باید په کورنۍ، ټولنه او حکومت کې د ښځو د کار او فعالیت مخه ونه نیسي؛ ځکه چې ښځې کولای شي د نارینه وو په ملات سرهړ ښه کار وکړي.»

فرشته هاشمي د لومړي ځل لپاره د خپل خاوند په مرسته د کابل په باغ زنانه یو کې دوکان پرانیست؛ وروسته يې د داوودزي په سوداګريز مرکز کې يو بل دوکان پرانیست او دغه راز تولیدي کارخونه یې جوړه کړه.

د فرشتې هاشمي په کارخونه کې په لاس ګنډلې او خامک جامې، سرمېزۍ، سرتختۍ، چرمي وسایل دستکولونه، بوټان، څپلۍ او د نقرې زیورات تولید توليدېږي، چې سلګونو مېرمنې ورسره په مستقيم او غير مستقيم ډول کار کوي.

هغې وويل: «ښځې په خپله دغه صنعت مخې ته وړي؛ هغوی په لاس ګنډل کول او څرګنړه چې موږ ټول خام مواد، لکه رخت دوی ته چمتو او ورکول او هغوی موږ ته چمتو کول او موږ به پلورل.»

هغه د خپلو عايداتو په اړه وایي: «مخکې مو په اوونیز ډول ‎خپل عوايد راټولول چې شاوخوا ۵۰زره، خو ځیني وخت تر دې هم زياتېدل؛ خو اوس هيڅ خرڅلاو نه لرو؛ ان په میاشت کې هم پلور نه کوو.»

دغې سوداګرې چې د خپلو توليداتو د ښه کيفيت خبره کوي، وويل: «زموږ ډېری پېرېدونکي له دننه او بهر څخه مېرمنې وې چې زموږ لاسي صنایع یې په ډېر لېوالتیا سره له مېرمنو اخیستل.»

فرشته هاشمي له حکومته غواړي چې له سوداګرو او صنعتکارو مېرمنو سره مرسته وکړي څو د خپلو وروڼو ترڅنګ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، څو د دوی د ودې لپاره زمینه برابره شي.

هغې په ټینګار وويل: «له دولته غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، څو خپلې کارخونه بیا پر پښو ودروو، موږ ته دې ښې پرمختيايي پروژې راکړي، څو ښځې  یې له ګټو برخه منې شي.»

نوموړي وويل چې له اړوندو مسوولينو سره يې په ليدنه کې خپلې ستونزې مطرح کړې او مسوولينو ژمنه کړې ده چې د سوداګرو مېرمنو د ستونزو د هواري لپاره به اقدام کوي.

Views: 158

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.