Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د واورې ښویېدو پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

اسعداباد (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): ځايي مسوولین وايي، تېره ورځ د نورستان د مرکز پارون په پرونز غرنۍ سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله یو ځوان مړ شوی او درې تنه نور ژوبل شوي دي.

د نورستان ولایت د والي ویاند فریدون صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ له غرمې وروسته د مرکز پارون په پرونز غرنۍ سیمه کې پر هغو ځوانانو واوره را ښوېدلې چې د «خېزې» په نوم سبو پسې یادې سیمې ته ختلي وو.

د نوموړي په خبره، دې پېښه کې یوه تنکي ځوان ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ژوبل شوي دي.

هغه وویل: «د پېښې د قربانیانو عمرونه د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي چې له ډلې یې ۱۶ کلن تنکی ځوان، قاري سعید شهید شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.»

نوموړي زیاته کړه، د پېښې ځای ته مسوولین رسېدلي او ژوبل شوي کسان یې هم روغتون ته انتقال کړي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.