ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د مېرمنو لپاره دوه زره باغچې جوړېږي

په کونړ کې د مېرمنو لپاره دوه زره باغچې جوړېږي

author avatar
27 Feb 2022 - 13:32
په کونړ کې د مېرمنو لپاره دوه زره باغچې جوړېږي
author avatar
27 Feb 2022 - 13:32

اسعداباد (پژواک، ۸کب ۱۴۰۰): د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس وايي چې د دغه ولايت په سرکاڼو او خاص کونړ ولسواليو کې يې مېرمنو ته د اقتصادي ودې په موخه د ۱۱۴۶۷۳ ډالرو په لګښت د ۲۰۰۰ باغچو جوړېدو کار پيل کړی دی.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رييس ملا عزت الله زياته کړه چې ياده پروژه د افغانستان د راتلونکو نسلونو په نوم موسسې له خوا پلې کیږي او لګښت يې د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت ادارې له خوا ورکول کېږي.

عزت الله دغه راز وويل چې يادې باغچې په کليوالو سيمو کې د مېرمنو د اقتصادي ژوند د ښه والي لپاره جوړېږي.

هغه همدارنګه وويل چې د يادې موسسې په مالي ملاتړ په نرنګ او څوکۍ ولسواليو کې ۱۰۰ بې وزله مېرمنو ته يوه يوه وزه هم ورکړل شوې.

د خاص کونړ والسوالۍ د چمېرۍ د کلي یوې اوسېدونکې زاهدې پژواک ته وويل چې د کرنې رياست په همکارۍ يې د کور ترڅنګ یوه شنه خونه جوړه کړې.

هغه وايي چې هيله لري د دغې شنې خونې پر مټ به يې اقتصاد ښه شي.

په کونړ کې د افغانستان د راتلونکو نسلونو موسسې استازي ابراهیم ماموند هم پژواک ته وويل چې دوی د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان په مالي همکارۍ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې دوه زره مېرمنو ته باغچې جوړېږي.

هغه زياته کړه چې د باغچو لپاره مستحقې مېرمنې د ولسوالۍ د کمېټې له خوا انتخاب شوې دي.

د افغانستان د راتلونکو نسلونو د موسسې د استازو په وینا، د کلیوالي اقتصاد او مالدارۍ د تقویت پروژې چارې د روان ۲۰۲۲میلادي کال د اګست په لومړۍ نېټه پېل شوې او ټاکل شوې چې د روانې فبروۍ میاشتې په وروستیو کې بشپړې شي.

Views: 141

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.