Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سپین بولدک- چمن لار د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ بېرته پرانیستل شوه

کندهار (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۰): د سپین بولدک- چمن لار چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله بنده شوې وه، نن بېرته پرانیستل شوه.

په دې اړه د کندهار د والي ویاند مولوي محمود عزام پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده لار نن د دواړو لورو ترمنځ له خبرو وروسته پرانیستل شوې ده.

هغه زیاته کړه: ((د دواړو لورو ترمنځ د سپین بولدک- چمن لارې خلاصېدو پر سر خبرې وشوې، د دواړو خواوو مشرانو د خلکو د ستونزو د حل په موخه د لارې پرانیستلو پرېکړه وکړه، اوسمهال دا لار د تګ راتګ او لویو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.))

خو ده یادونه وکړه چې د اصلي ستونزې د حل په موخه به خبرې روانې وي.

نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

بلخوا د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سپين بولدک- چمن لار نن سهار بېرته پرانیستل شوې ده.

هغه زیاته کړه، سمدستي پر یاده لار د تګ راتګ او سوداګرۍ پر وړاندې کومه ستونزه نشته، د دوی تمه دا ده چې وروسته هم کومه ستونزه نه وي.

د حاجي صلاح الدین په نوم یوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وویل، د سپین بولدک- چمن لار نن سهار پرانیستل شوې او د پخوا په څېر پرې عادي راتګ راتګ پيل شوی دی.

نوموړي یادونه وکړه، دا سوداګریزه او ټرانزیټي لار تل په بېلابېلو وختونو کې په یوه او بله بهانه تړل کېږي چې سوداګرۍ او راکړې ورکړې ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

هغه د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه کوي چې سیاست او سوداګري له یو او بل بېل کړي او دغه لار پرانیستې وساتي.

درې ورځې مخکې د کب په ۵مه د سپین بولدک- چمن لار له هغه وروسته د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ وتړل شوه چې د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د افغان او پاکستان لوري سخته جګړه وشوه چې په پایله کې یې ۳ تنه ووژل شول او ۲۸ تنه نور ټپيان شول.

هغه مهال چارواکو پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د دواړو لورو ترمنځ هغه مهال نښته وشوه چې پاکستاني ځواکونو یو ملکي افغان د سپین بولدک اړوند له شېرو اوبو سره پر ډیورنډ کرښه پر ډزو وواژه.

دا سیمه د سپین بولدک او چمن ترمنځ د عمومي دروازې شمالي اړخ ته پرته ده.

د یادونې ده، له دې وړاندې هم په وار وار د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ ورته نښتې شوې چې له امله یې نه یوازې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، بلکې له امله یې د سپین بولدک- چمن لار هم په اوونیو او میاشتو تړل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.