کابل/ فیروزکوه (پژواک،۱۲ کب ۱۴۰۰): په غور او کابل ولایتونو کې پر کرونا یو شمېر اخته کسان د دې ناروغۍ پر اغېزو اندېښنه څرګندوي او وايي، د کرونا ویروس د دوی پر روح او روان مفني او بدې اغېزې پرېیښې دي.
په ورته وخت کې طبي پوهان د یاد مطلب د تایید ترڅنګ سپارښتنه کوي چې دغه ډول کسان باید تر رغېدو وروسته د اعصابو او رواني ناروغیو ډاکتر ته لاړ شي.
کابلیان: له کرونا وروسته پر رواني ناروغۍ اخته شوي یو
د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکې نیلوفر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوه ځلې پر کرونا اخته شوې او بېرته ترې روغه شوې ده، خو تر رغېدو وروسته ورته رواني ستونزې پیدا شوې دي.
هغې زیاته کړه: ((تر رغېدو وروسته ورته زړه تنګون، عصبانیت، هېرېدنه او رواني تشویش پیدا شوی چې ډېره اندېښمنه یم، هسې نه دغه عوارض دوام وکړي.))
نوموړی وايي، یو ځل ډاکتر ته ورغلې او تر یوې مودې یې درمل هم استفاده کړي، د ډاکتر پر سپارښتنو یې عمل کاوه، لږ ښه شوې وه خو د درملو له خلاصېدو وروسته ورته یادې ستونزې بېرته پیدا شوې.
دغه راز د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند «پل بادشاه» سیمې اوسېدونکی نثاراحمد وايي: ((یو کال مخکې پر کرونا اخته شوم خو تر اوسه یې بدې پایلې پاتې شوې دي، یو څه چې ما ډېره ځوروي، هېرېدنه ده.))
هغه وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د رواني او اعصابي ناروغیو ډاکتر ته نه دی تللی، ښايي له همدې امله یې تر اوسه رواني ستونزې نه وي حل شوې.
د غور ځيني اوسېدونکي هم ورته شکایت لري
د غور اوسېدونکي عبدالرازق احمدي چې یو ځل پر کرونا اخته شوی، وویل: ((کله چې زه پر کرونا اخته شوم او د ټيسټ پایله مې مثبت وه، له ۱۰ ورځو ډېر وخت د ناروغۍ په بستر پروت وم، تل مې هڅه کوله اتاق کې یوازې و اوسم، هغه وسایل چې زه یې استفاده کوم، یوازې وي، څو نور خلک پر دې ناروغۍ اخته نه شي؛ ځکه روغتون د اوسېدو او درملنې ځای نه دی، تل کور کې یم او اوس ښه شوی یم، لا هم ښه احساس نه لرم او ډارېږم چې دغه ناروغي مې ډېره نه شي، بیا پرې اخته نه شم، که څه هم بیا مې ټيسټ وکړ، پایله یې منفي وه.))
نوموړی وايي، له رغېدو وروسته لا هم زوکام، د عضلاتو درد، روحي او رواني فشارونو او تنفسي ستونزو سره مخ کېږي.
هغه چې اوس هم روغتیايي سپارښتنې مراعاتوي، له ټولو خلکو غواړي چې د ډاکترانو لارښوونو ته توجه وکړي او له ماسک او دستکشونو په استفاده او ټولنیز واټن مراعاتولو سره ځان او نور پر دې ناروغۍ له اخته کېدو وژغوري.
هغه زیاته کړه: ((همدا اوس مې سر، لاسونه او پښې درد کوي، د ساه لنډۍ احساس کوم او فکر کوم چې اوس هم نه یم روغ شوی، خلک باید ځان ته ډېره پاملرنه وکړي، له غونډېدو ډډه وکړي، تل روغتیايي سپارښتنو ته غوږ ونیسي او ورته متوجه وي، څو پر دې ناروغۍ اخته نه شي.))
د غور بل اوسېدونکی محمدعظیم چې تازه له کرونا ناروغۍ روغ شوی، پژواک ته وویل، شاوخوا ۱۵ ورځې کېږي چې روغ شوی یم، خو بدې پایلې یې اوس هم احساسوي.
نوموړي وویل: ((په لومړیو کې چې زه ناروغ شوم، ځان مې درد کاوه، دغه راز مې اشتها کمه وه، زړه مې بد بد کېده، بالاخره مې ټول بدن درد پیدا کړ، کله چې پر کرونا اخته شوم، تقریباً ۱۵ ورځې یې ازارولم، بدن مې یې کمزوری کړ او ژر عصباني کېږم، د هيڅ شي پر خوند نه پوهېږم او بالاخره همدا اوس ځيني وخت راته سردرد او زړه بدوالی پیدا کېږي او دغه عوارض زما په بدن کې پاتې دي.))
نوموړی په پام کې لري چې رواني ډاکتر ته مراجعه وکړي.
د روغتیايي چارو پوهان هم وايي، پر کرونا اخته کسان له رواني ستونزو سره مخ کېږي.
د «انجمن روانشناسان افغانستان» عمومي رییس ډاکتر عزیزالدین همت پژواک خبري اژانس ته وویل، وروسته له هغه چې ناروغ له کرونا ښه شي، پر رواني ستونزو اخته کېږي.
هغه رواني خستګي، اضطراب، هېرېدنه، رواني تشویشونه د کرونا اغېزې وبللې او ویې ویل، کرونايي ناروغان پر دې ډول رواني ناروغیو اخته کېږي.
هغه وویل، منفي تبلیغات او د کرونا ناروغۍ غټ ښودل د بدن مقاومت کمزوری کوي او پر رواني برخه مفني اغېز کوي، باید له هغه څخه ډډه وشي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې له کرونا ونه ډار شي؛ ځکه له دې ناروغۍ ډارېدل د بدن د کمزوري کېدو لامل کېږي او ویروس پرې غالب کېږي.
د افغانستان د روان پوهانو ټولنې عمومي رییس له کرونا ناروغۍ څخه د هغو جوړ شوو کسانو چې پر رواني ستونزو اخته دي، وغوښتل چې د ناروغۍ د پرمختګ د مخنیوي لپاره دې د اعصابو ډاکتر یا روان پوه ته مراجعه وکړي.
په ورته وخت کې په غور ولایت کې د رواني او عصبي ناروغیو متخصص عبدالاحمد نوري وايي، د کرونا ویروس د ناروغانو پر عصبي سیستم منفي تاثیر کړی دی.
هغه زیاته کړه: ((کله چې یو کس تشویش ولري او د کرونا ویروس په اړه خبرې واوري، د ناروغۍ تر تاثیر لاندې ډېر راځي، دغه چاره په ناروغانو کې د وېرې لامل کېږي او تر ډېره همدغه کسان چې تشویش او ډار لري پر کرونا اخته کېږي، روحي او رواني ستونزې ورته پیدا کېږي.))
د ده په خبره، هغه نښې نښانې چې کرونايي ناروغانو ته پیدا کېږي، تر اندازې ډېره اندېښنه، د زړه ضربان، د لاسونو او پښو لړزه، بې خوبي، ژر ځورېدل د حافظي کموالی او د تمرکز نه موجودیت دي.
نوموړی وايي، دغه ډول ناروغان کولای شي د درملنې د رواني لارو او درملو په وسیله تر درملنه لاندې ونیول شي.
دواړو ډاکترو له یادو ناروغانو وغوښتل چې ناروغان باید تر ښه کېدو وروسته ان د رواني او عصبي ناروغیو ډاکترانو ته مراجعه وکړي.
په ورته وخت کې د غور د عامې روغتیا سرپرست رییس وايي، د کرونا ویروس له خپرېدو او پر دې ناروغۍ د بیا اخته کېدو څخه د ناروغانو ډار په دې ناروغانو کې د روحي او رواني ستونزو لامل کېږي، دغه راز سږو ته ضرر رسوي.
نوموړي له ټولو خلکو وغوښتل چې کرونا جدي وګڼي او د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته جدي توجه وکړي.
هغه زیاته کړه: ((یو شمېر کسان چې د کرونا ټسټ یې مثبت و او له دې ناروغۍ ښه شوي، ډېری یې بیا هم تشویش لري، د روغتیا نړیوال سازمان د احصایې له مخې ډېریو ته یې روحي ستونزې او ان دماغي زیانونه پیدا شوي، خو دا تقریباْ ډېر لږ دي، مثلاْ له ۱۰۰ سلنه کولای شو ووایو ۲۰ سلنه کسان پر دې روحي تشویشونو اخته دي او ان د ځینو چې سږي ډېر تخریب شوي وي ښايي سږي یې خراب کړي.))
تر اوسه په هېواد کې د کرونا ۱۷۴زره او۷۵ مثبت پېښې ثبت شوې چې ۱۵۶زره او ۸۶۳ کسان ترې روغ شوي او ۷۶۱۷ کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.
Views: 143
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP