جلال اباد (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۰): د کرنې سرپرست وزير ننګرهار ته په سفر کې ويلي چې په دغه ولايت کې له غصبه د دولتي ځمکو راګرځولو او د شاړو دولتي ځمکو ابادولو هڅې يې چټکې کړې دي.
دی وايي، په ننګرهار کې د کانال ریاست اړوند پر ١٢زره جریبه ځمکه يې د باغونو جوړولو لړۍ مخ په بشپړېدو ده .
د کرنې د مسوولینو په خبره، ياد باغونه يو شمېر قراردادي شرکتونو ته د پنځو کلونو لپاره په قراداد ورکړل شوي څو په کې باغونه جوړ او په راتلونکي کې يې ښه پالنه وکړي.
چارواکي وايي، هڅه يې دا ده چې د کلونو شاړې ځمکې زرغونې او غصب شوې ځمکې د غاصبینو له منګولو ازادې کړي.
د کرنې سرپرست وزير مولوي عبدالرحمن راشد چې ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د کانال پر ځمکو د باغونو جوړېدو له چارو يې ليدنه کوله وویل چې په دغه ولایت کې پر ۱۲زره جریبه دولتي ځمکې د باغونو جوړولو هوډ لري چې تر دې دمه یې پر ۹زره جریبه ځمکه د مېوې لرونکو نیالګیو اېښودو چارې بشپړې شوې دي.
راشد زیاتوي، د کرنې وزارت نه يواځې دا چې د شاړو ځمکو زرغونولو تکل کړى، بلکې ترڅنګ به يې يو شمېر هغه دولتي ځمکې هم د غاصبینو له منګولو ازادې کړي، کومې چې په تېر نظام کې غصب شوې دي.
د معلوماتو له مخې، هغه ځمکې چې اوس خلکو غصب کړې، مخکې په اوږدمهال قرادادونو يو شمېر شرکتونو ته ورکړل شوې وې، خو د کانال رييس وايي، د دوی قراداد له تېر سره په توپیر کې شوی دی.
مولوي عبدالرحمن کاظم وايي، دوی به هيچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې له دې وروسته د کانال ریاست اړوند ځمکه غصب کړي.
بلخوا قراردادي شرکتونه بیا له حکومته يو لړ غوښتنې لري او وايي، حکومت دې ورسره د اوبو، درملو او په نورو برخو کې اړینې مرستې وکړي.
د يوه قراردادي شرکت مشر ملا رحمت وويل چې دوی په اجاره او قرارداد پیسېرمصرف کړې، که کرنې وزارت ورسره د کيمیاوي سرې او نورو برخو کې مرستې وکړي، نو په اسانۍ سره به د باغونو جوړولو چارې مخې ته يوسي.
د يادونې ده، پر حکومتي مسوولینو سربېره هر کال په دغه ولایت کې ځايي خلک هم زرګونه نیالګي ږدي چې د وخت په تېرېدو سره د نه پاملرنې له امله ځيني بېرته وچېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن