ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د آسیا پراختیایي بانک: تر اوسه له ټاپي پروژې سره لېوالتیا لرو

د آسیا پراختیایي بانک: تر اوسه له ټاپي پروژې سره لېوالتیا لرو

author avatar
10 Mar 2022 - 12:16
د آسیا پراختیایي بانک: تر اوسه له ټاپي پروژې سره لېوالتیا لرو
author avatar
10 Mar 2022 - 12:16

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰): د اسیا پراختیایي بانک وایي، افغانستان کې یې خپلې پروژې «د احتیاط او ځينو پروسو له امله» تر راتلونکي خبرتیا درولي، خو تر اوسه له ټاپي پروژې سره لېوالتیا لري.

د پاکستان انټرنیشنال نیوز، د کب په ۱۷مه لیکلي چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۳۱ مه د پاکستان او ترکمنستان پلاویو د ترکمنستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر ویپا حاجییوف (Vepa Hajiyev) او د پاکستان د انرژۍ وزیر حماد اظهر په مشرۍ ناسته لرله.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، ترکمنستاني لوري په دغه ناسته کې ویلي چې د اسیا پراختیایي بانک له دې امله له ټاپي پروژې سره لېوالتیا نه لري چې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

ځینو رسنیو بیا په دې اړه لیکلي چې د اسیا پراختیایي بانک د ټاپي پروژې د تمویل کار درولی دی.

د اسیا پراختیایي بانک یو ویاند چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه بانک مرستې افغانستان لپاره درېدلي او په دې اړه د دغه بانک د تېر کال د نومبر د لسمې په اعلامیه کې معلومات شته.

سرچینه زیاتوي: «د ټاپي په اړه باید ووايو چې اسیايې بانک په دې پروژه کې تر دې دمه لېوالتیا لري او دغه بانک خپلي ټولې پروژی د احتیاط او ځينو پروسو له امله تر راتلونکي خبرتیا درولي دي. اسيايې بانک په مرکزي او جنوبي اسیا کې منطقوي همکارۍ ته ژمن دی.»

د یاد بانک د تېر کال د نومبر د لسمې په اعلامیه کې راغلي و: «لکه څنګه چې نړیواله ټولنه په هېواد (افغانستان) کې د بدلېدونکي وضعیت ارزونې ته دوام ورکوي، د اسیا پراختیایي بانک د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې په افغانستان کې خپلې مرستې ځنډولي دي.»

 په اعلامیه کې راغلي و چې دغه بانک د افغانانو د هوساینې او د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په اړه اندېښمن دی، په دې اړه له خپلو شریکانو او نورو سره مشورو ته دوام ورکوي، د افغانستان وضعیت څاري او د افغانانو د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا ملاتړ ته ژمن دی.

د ټاپي په اړه یادې څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب الدین دلاور د روان کال د مرغومې پر ۱۸مه د ترکمنستان د بهرنيو چارو له مرستیال وزير ویپا جاجییوف سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل چې د روان زېږديز کال په دويمه نیمایي که به د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شي.

ویپا حاجيیوف هم افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي و چې د افغانستان وضعيت ښه شوی، نو ځکه په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق زمينه برابره شوې ده.

له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته د ګاز د ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدې نللیکې د غځولو (ټاپي) پروژه – چې لګښت یې لس میلیارد ډالره اټکل شوی-  نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې ټول هېوادونه له اقتصادي ګټو برخمن کوي.

Visits: 245

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.