هرات ښار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو یوازېنی پاتې سرتېری له اوکراین سره د روسانو جګړې نا ارامه کړی او وایي چې پوتین د اوکراین د خلکو په وژلو او بېځایه کولو سره بیا هم بریالی کېدای نه شي.
پژواک خبري اژانس هغه کس ته ورځي چې کابو څلور لسیزې وړاندې د افغانستان د نیولو په موخه د شوروي اتحاد له لښکرو سره یو ځای هېواد ته راغلی و، په داسې حال کې چې هغه وخت له ډېرې وینې تویېدو وروسته یې د افغانستان نیولو نقشه پر اوبو لاهو شوه او دا یوازېنی روسی سرتېری دی چې ۴۳ کاله مخکې د مجاهدینو له خوا ونیول شو او تر اوسه ژوندی دی.
یاد روسی سرتېری د څلورو لسیزو وروسته اوس د افغانستان تبعه دی، له هغه وخته تر اوسه روسیې ته نه دی تللی او خپل ماموریت یې په هغه هېواد کې نابشپړ پرېښود، ده له یوې افغانې مېرمنې سره واده کړی او په هرات ولایت کې ژوند کوي.
نوموړی په ۱۳۵۷ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد له نظامي یرغل څه موده وروسته ټپي شو او د هغه وخت د مجاهدینو له خوا له مرګه وژغورل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن