ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوويډ- ۱۹ د ځینو روغتونونو ډاکټران د معاش له نه ورکول کېدو شکایت کوي

د کوويډ- ۱۹ د ځینو روغتونونو ډاکټران د معاش له نه ورکول کېدو شکایت کوي

author avatar
14 Mar 2022 - 18:11
د کوويډ- ۱۹ د ځینو روغتونونو ډاکټران د معاش له نه ورکول کېدو شکایت کوي
author avatar
14 Mar 2022 - 18:11

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): د کرونا روغتونونو د ډاکټرانو له لوري د معاشونو نه ورکړې په اړه له شکایتونو وروسته، عامې روغتیا وزارت دغه ستونزه مني او وایي چې د یادو روغتونونو لپاره د مرستندویانو د ملاتړ جذبولو لپاره له بهرنیو موسسو او نړیوالو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دی.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د دايکنډي او نيمروز ولايتونو ډاکتران د معاشونو له نه ورکړې شکايت کوي.

د دايکنډي ولايت ډاکترانو ویلي چې دا ستونزه یې د ولایت عامې روغتيا رياست سره شریکه کړې وه او د دغه ولايت اړوندو مسوولینو ورته ویلي وو چې دا موضوع یې له مرکز سره مطرح کړې ده. ‎‎

دغو روغتیایي کارکوونکو په خپله عریضه کې لیکلي: «په دایکنډي کې د روغتیایی خدمتونو پلي کولو (موف) موسسې د کوويډ-۱۹پروژې کارکوونکو ته چې شمېر یې تر ۱۰۰ کسانو اوړي، د زمري، وږي، تلې، لړم او لیندۍ میاشتو معاشونه د دغه پروګرام درېدو له امله نه دي ورکړل شوي او دوی بې برخلیکه دي.

بلخوا، د نيمروز ولايت ډاکتران وايي چې د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست سربېره پر دې شکایتونه شوي، تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ورکړی.

خو د عامې روغتیا وزارت وياند جاوېد هژیر پژواک اژانس ته وويل چې د روغتیایي کارکوونکو د معاشونو نه ورکړې اصلي لامل له یادو روغتونونو د هغو بهرنیو بنسټونو نه ملاتړ دی چې مخکې یې دغه روغتونونه تمویلول.

هغه زیاته کړه: «دا مهال یوازې د کرونا د پنځو روغتونونو لپاره تمویلوونکي لرو او نور ولایتونه تمویلوونکي نه لري.»

د هغه په ​​وينا، ننګرهار، هرات، هلمند، کندهار او کابل هغه ولايتونه دي چې د کرونا روغتونونه یې ملاتړ کوونکي لري.

د ذکر شوو ولایتونو له ډلې په کابل کې د افغان- جاپان روغتون د (WHO) او د څلورو نورو ولایتونو روغتونونه د (IOM) له لوري تمویلېږي.

هغه وویل، د کوويډ- ۱۹ له ۳۸ روغتونونو چې مخکې په ټول هېواد کې فعال وو، اوس په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵ روغتونونه فعالیت کوي؛ دغه راز، د کرونا له ۹ فعال شخصي روغتونونو، اوس مهال ۳ روغتونونه یې فعال دي.‎

د هغه په باور، د یادو ډاکترانو د معاشونو نه ورکړه کومه نوې موضوع نه ده او د تېر حکومت له پرځېدو درې مياشتې مخکې هم نړيوال بانک چې د دوى د معاشونو د ورکړې مسوول و، معاشونه یې نه دي ورکړي.

خو هژیر ټینګار کوي چې د روغتیا وزارت رهبري د پاتې روغتونونو لپاره د مرستندویانو د موندلو لپاره له بېلابېلو خواوو سره خبرې کوي.

هغه د سلواغې په ۲۱مه د جنیوا غونډې ته په اشارې وویل چې په یاده ناسته کې د روغتیا وزیر هم ګډون درلود، د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فډراسیون (IFRC) ژمنه کړې چې په ولایتونو کې به د کوویډ- ۱۹ له پاتې نورو روغتونونو هم ملاتړ وکړي.

هژیر د کرونا روغتونونو د کارکوونکو معاشونو د نه ورکړې ستونزه تایید کړه او ویې ویل، تر هغه چې یادو روغتونونو ته مرستندویان پیدا نه شي، دغه ستونزې به وي.

د هغه په ​​وينا، د کرونا برخه نه د تېر حکومت په بودجه کې شامله وه او نه اوس شامله ده، هغه زياته کړه چې د کرونا برخې کارکوونکو ته د بهرنیو بنسټونو او موسسو له لوري په پروژه یي بڼه معاشونه ورکول کېدل.

بلخوا، هغه د افغانستان د روغتیا په برخه کې د نړیوالو موسسو پر کړنو په نیوکې سره وویل: «دوی تل ویل چې صحت له سیاسته جلا کوي؛ خو هيڅکله یې پر خپلو څرګندونو عمل نه دی کړی او تل يې د روغتیا له برخې سره سیاسي چلند کړی دی.»

د هغه په ​​خبره، مخکې به د جګړې له امله يوه ډاکتر په ډېر مصرف ډېر کار کاوه او يا هم د جګړې ساحو ته بېخي نه شوای تلای؛ خو اوس چې جګړه نشته او روغتیايي کارکوونکي کولای شي پرته له کومې وېرې لرو سیمو ته لاړ شي، نړۍ ورسره همکاري نه کوي.

دغه راز هژير زياته کړه چې په تېر حکومت کې  هم د روغتیا ٤ سلنه بودجه د دولت له بودجې او پاتې ٩٦ سلنه د بهرنيو بنسټونو او موسسو اړوند وه.

په ورته مهال، هژیر له ټولو نړیوالو سازمانونو او بنسټونو وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان له روغتیا برخې سره مرسته وکړي.

[/restrict]

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.