ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې بې دندې شوو ځینو خبریالانو د چرګانو ساتنې کاروبار ته مخه کړې ده

غزني کې بې دندې شوو ځینو خبریالانو د چرګانو ساتنې کاروبار ته مخه کړې ده

author avatar
14 Mar 2022 - 01:08
غزني کې بې دندې شوو ځینو خبریالانو د چرګانو ساتنې کاروبار ته مخه کړې ده
author avatar
14 Mar 2022 - 01:08

غزني (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په غزني کې یو شمېر خبریالانو- چې په دې وروستیو کې یې دندې له لاسه ورکړې- د چرګانو ساتلو کاروبار ته مخه کړې ده.

دوی وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته ډېرې رسنۍ سقوط شوې او ځینو د اقتصادي ستونزو له امله خپل کارکوونکي کم کړي چې له امله یې هغوی بېکاره شوي او اړ دي چې کوچنیو شخصي کاروبارونو ته مخه کړي او له دې لارې خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي.

رحمت الله مرجانخېل چې له ګڼو رسنیو سره یې د خبریال او پروډیوسر په توګه کار کړی، له هغو خبریالانو یو دی چې اوس یې د چرګانو ساتلو کار پیل کړی دی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې یې دنده له لاسه ورکړه، نو د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې بله وسیله نه لرله، له همدې امله اړ شو شخصي کار پیل کړي.

دی زیاتوي: ((که څه هم تجربه مې نه درلوده خو له ځینو کسانو سره په مشوره مې ۱۵۰ چرګې واخیستې څو هګۍ یې په بازار کې وپلورم او له دې لارې کورنۍ ته نفقه برابره کړم.))

د ده په خبره، په دې کار یې شاوخوا ۵۰زره افغانۍ لګولې او تمه لري چې ګټور ثابت شي.

هغه وویل: ((دا چې کار مې تازه پيل کړی، هره ورځ له ۱۵۰ چرګو ۱۰ هګۍ ترلاسه کوم خو باید انتظار وکړم چې نورې چرګې هم په هګیو راشي، اوس مهال یوه هګۍ په بازار کې له ۸ تر ۱۰ افغانیو پلورل کېږي.))

مرجانخېل وايي، که څه هم خپه دی چې پخوانۍ دنده یې له لاسه ورکړې خو دې ته بیا خوشحال دی چې ځان یې له بېکارۍ ساتلی دی.

دی د ځان په څېر له بېکاره شوو ځوانانو غواړي چې زغم دې له لاسه نه ورکوي او له خپل توان سره سم دې وړو کاروبارونو ته مخه کړي.

د ده په خبره، په غزني کې د ده په ګډون یو شمېر نورو بې کاره شوو خبریالانو هم کوچنیو شخصي کارونو ته مخه کړې ده.

دی له مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د چرګانو ساتلو په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

محمد ابراهیم امیري د غزني بل خبریال دی چې شاوخوا ۱۴ کاله یې په بېلابېلو رسنیو کې کار کړی خو له خپلو نورو هم مسلکه ملګرو په الهام اخیستو یې د چرګانو ساتلو کاروبار پیل کړی دی.

هغه پژواک ته وویل: ((زه د کورنۍ یوازېنی سرپرست یم، ټوله کورنۍ زما په معاش چلېده خو کله چې معاش قطع شو، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوم، یوه اوونۍ کېږي چې د چرګو ساتلو کار مې پیل کړی، وبه ګورم چې له دې لارې څه کولای شم او که نه.))

دی وايي، په پیل کې هر کار ستونزې لري، خو دی هیله من دی چې کرار کرار به په دغه کار کې مهارت پیدا کړي او له دې لارې به خپل ژوند روان وساتي.

خو هغه د دې ترڅنګ له نوي حکومته غوښتنه کوي چې بندې شوې رسنۍ بیا فعاله کړي او هغو رسنیو ته د مرستو په جلبولو کې مرسته وکړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ده ګیله وکړه چې تر اوسه د رسنیو د ملاتړ ادارو له خوا له ده او نورو بې کاره شوو خبریالانو سره کومه مرسته نه ده شوې.

په غزني کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول ګلاب الدین امیري د خبریالانو دا ستونزې مني او وايي، کمېټه پر یوه داسې پلان کار کوي چې له مخې به یې د خبریالانو ستونزې حل شي.

ده پژواک اژانس ته وویل: ((پوهېږو چې ډېرو خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي، اقتصادي وضعیت یې خراب شوی، موږ هڅه کوو د هغوی ستونزو ته د حل لارې ومومو.))

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال منصور افغان هم وايي چې په دې وروستیو کې ګڼ شمېر خبریالان بې کاره شوي او له اقتصادي ستونزو کړېږي.

هغه پژواک ته وویل، اړوند له ریاست له ولایت مقام او مرستندویه ادارو سره خبرې کوي څو له هغو خبریالانو سره مرسته وکړي چې دندې یې له لاسه ورکړې دي.

په غزني کې د ملي راډیو ټلوېزیون په ګډون ۶ راډیوګانې فعالیت لري چې تر ۱۰ ډېرو خبریالانو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د افغانستان د خبریالانو انجمن مسوولین وايي، په وروستیو اوو میاشتو کې د هېواد په کچه له ۵۳۸ رسنیو ۲۲۴ یې بندې شوې چې له دې سره ۱۹۷۰ تنه نرو او ښځو خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.

Visits: 427

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.