ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر: د تېر حکومت د سولې عالي شورا د سلاکار پر کور راکټي برید شوی

لوګر: د تېر حکومت د سولې عالي شورا د سلاکار پر کور راکټي برید شوی

author avatar
14 Mar 2022 - 15:23
لوګر: د تېر حکومت د سولې عالي شورا د سلاکار پر کور راکټي برید شوی
author avatar
14 Mar 2022 - 15:23

پل علم (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): د لوګر په مرکز پل علم کې د تېر حکومت د سولې عالي شورا د سلاکار سید فرهاد اکبري پر کور راکټي برید شوی خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د مرکز پل علم اړوند په کلنګار سیمه کې ناپېژاندو وسله والو د تېر حکومت د سولې عالي شورا د سلاکار سید فرهاد اکبري پر کور راکټي برید کړی خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه زیاته کړه، امنیتي کسان له برید وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او وسله وال برید کوونکي تښتېدلي دي.

دی وايي: ((په برید کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی، امنیتي او کشفي ارګانونو څېړنې پیل کړې څو معلومه کړي چې برید د چا له خوا شوی دی.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.