پل علم (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): د لوګر په مرکز پل علم کې د تېر حکومت د سولې عالي شورا د سلاکار سید فرهاد اکبري پر کور راکټي برید شوی خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د مرکز پل علم اړوند په کلنګار سیمه کې ناپېژاندو وسله والو د تېر حکومت د سولې عالي شورا د سلاکار سید فرهاد اکبري پر کور راکټي برید کړی خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه زیاته کړه، امنیتي کسان له برید وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او وسله وال برید کوونکي تښتېدلي دي.
دی وايي: ((په برید کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی، امنیتي او کشفي ارګانونو څېړنې پیل کړې څو معلومه کړي چې برید د چا له خوا شوی دی.))
په خپله سید فرهاد اکبري هم وايي چې تېره شپه یې پر کور د راکټ دوه مرمۍ لګېدلې خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
نوموړي له نامعلوم ځایه د واټسپ له لارې پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د اسلامي امارت له راتګ وروسته زه او کورنۍ مې په خپل کور کې نه اوسېږو، له چا سره شخصي دښمني نه لرم، د امنیتي کسانو له پر وخت اجرااتو مننه کوم، دا کار د اسلامي امارت د بدنامۍ په موخه شوی دی.))
ده له اوسني حکومته وغوښتل چې ځواکونه یې باید د عمومي عفوې د فرمان له مخې د تېر حکومت د مشرانو د سر او مال ساتنه وکړي.
د یادونې ده، سید فرهاد اکبري په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د لوګر په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو په خلاف وسله وال پاڅون کړی و او څو کاله یې د تېر حکومت له امنیتي ځواکونو سره په ګډه له هغوی سره جګړه وکړه.
نوموړی وروسته په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د تېر حکومت د سولې د عالي شورا سلاکار وټاکل شو او په کابل کې اوسېده خو په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته یې د استوګنې د ځای په اړه معلومات نشته.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










