Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور روږدي: زموږ درملنه وکړئ؛ غواړو خپل عادي ژوند ته راوګرځو

[restrict paid="true"]

فېروزکوه (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۰): د غور يو شمېر روږدي په دغه ولايت کې د معتادينو درملنې د ٢٠ بستریز روغتون له فعاليت درېدو شکايت کوي او له مسوولينو غواړي چې دغه روغتون دې بېرته خپل فعاليت پيل کړي.

۳۲ کلن فضل الحق د غور له سلګونو ځوانانو یو دی چې شاوخوا شپږ کاله مخکې پر نشه یي توکو (شیشه او پوډرو) روږدی شوی، وايي، کله چې په ایران کې و، پر نشه يي توکو روږدی شو.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې روږديتوب له خپل کور او ژونده لرې کړى او په يو تياره او ستونزمن حالت کې يې اچولى دى.

هغه زیاتوي: «په ایران کې وم، زما ملګري چې زموږ سره وو، معتاد وو، څو ځلې یې زه هم وهڅولم چې که مواد وڅکوې په خستګۍ نه پوهېږې، بالاخره ما هم دغو توکو ته مخه کړه، یو کال مخکې مې تریاک استفاده کول؛ بیا مې شیشه او اوس پوډر کشوم او تاسو هم ګورئ چې زما وضعیت ډېر خراب دی، له مېرمنې او ماشومانو هيڅ خبر نه لرم، هره ورځ په کوڅو او کنډوالو کې تېروم؛ ډېر ستونزمن ژوند لرم.»

فضل الحق وايي، شاوخوا درې مياشتې کېږي چې په دغه ولايت کې د معتادينو د روغتون فعاليتونه درېدلي او اوس دی هم پر سړکونو له نورو روږدو سره یوځای شوی دی.‎

نوموړي زياته کړه چې نشه يي توکو ته د دوى لاسرسى اسانه دى.

نوموړي وویل: «روغتون بند دی؛ موږ یې له روغتونه وایستلو؛ ویل یې چې خواړه نه لرو؛ کله چې موږ بهر شوو څوک مو قصه کې نه شول، موږ بیا مخدره توکو ته مخه کړه؛ اوس له نورو روږو سره یو او بیا مې نشې ته مخه کړې؛ ډېره سخته ده، مواد ښه ډېر پیدا کېږي، هر څوک توکي معتادانو ته راوړي او همدوی دي چې زموږ ژوند یې خراب کړی.»

پر نشه يي توکو یاد روږدي کس چې له څو نورو روږدو سره ناست و او ښه روحي وضعیت یې نه درلود، وویل: «زموږ درملنه وکړئ؛ غواړو خپل عادي ژوند ته راوګرځو.»

د غور يو بل معتاد جمشېد هم وايي، له روغتونه له رخصتېدو وروسته یې بېرته نشه یي توکو ته مخې کړې او له يو شمېر ناروغانو سره یوځای شوی دی.

هغه وایي: «موږ ټول چې په روغتون کې وو، له روغتونه تر وتلو وروسته ځینو مو بیا نشه یي توکو ته مخه کړه، اوس زه د ښاروالۍ تر دې تونل لاندې له نورو سره شپې او ورځې تېروو، یو سخت ژوند لرو؛ زموږ ژوند چې خراب شو، نور دې هڅه وکړي چې دغو توکو ته مخه نه کړي او خپل ژوند خراب نه کړي.»

یاد روږدي له سيمه ييزو او مرکزي چارواکو غواړي چې د دغه ولايت روغتون له سره فعال کړي؛ له دې حالته تنګ شوي او غواړي چې درملنه یې وشي او خپل عادي ژوند ته ور وګرځي.

د غور د نشته توکو درملنې د ۲۰ بستریز روغتون مسوولین د یاد روغتون د فعالیت درېدو لامل د بودجې نشتوالی بولي او وایي، شاوخوا درې میاشتې کېږي چې دوی د روږدو درملنه په کورونو کې ترسره کوي.

په غور کې د روږدو درملنې د ٢٠ بستريز روغتون رييس ډاکټر محمد عمر لعل زاد پژواک ته وويل: «شاوخوا درې میاشتې کېږي چې د رغتون د ننه بسترونو فعالیت درېدلی او د دې لپاره چې موږ په داخل کې د بستر ناروغانو د درملنې او اعاشې لپاره بودجه نه درلوده او دا مهال د ناروغانو درملنه په کور او ولاړه کوو، موږ درمل لرو او خپلو ناروغانو ته یې ورکوو؛ بله ستونزه دا ده چې زموږ کارکوونکو تر اوسه معاشونه نه دي اخیستي، هیله لرو چې دغه روغتون به خپل فعالیت بیا پیل کړي.»

لعل زاد ټینګار کوي چې که د دغه روغتیايي مرکز فعالیت بېرته پیل نه شي، ډېری ځوانان به په نشو روږدي شي.

د هغه په ​​وينا، دوى د دغه روغتون ټولې ستونزې له ځايي او مرکزي چارواکو سره شريکې کړې او د روغتون د بېرته فعالېدو لپاره هڅه کوي.

د غور عامې روغتیا ریاست چارواکي هم د دغه ولایت د روږدو په روغتون کې د ستونزو پخلی کوي؛ خو وايي هڅه کوي چې د درملنې دغه مرکز بېرته فعال کړي څو وکولای شي د روږدو درملنه وکړي.

د غور عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف رحيمي پژواک ته وويل: «موږ په روغتون کې بستر روږدي نه لرو او لکه څنګه چې تاسو جریان کې یاست، معتادین په ښار او تر تونلونو لاندې بیخي ډېر دي او موجود دي، موږ خپل وړاندیزونه مرکزي چارواکو ته استولي دي او هیله لرو چې د ۱۴۰۱ کال تر وري میاشتې وکولای شو روغتون بیا فعال کړو څو ناروغان بستر او درملنه یې وکړو.»

د غور روغتيايي چاروکو په وینا، ۱۷ کاله مخکې چې په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له لوري کومه سروې ترسر شوې وه، هغه مهال په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو شمېر ٥٠ زره کسان اټکل شوی و.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.