[restrict paid="true"]
کندهار (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۰): د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې یو بشپړ روغتیايي مرکز«CHC» پرانیستل شو چې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان/ UNHCR په مالي لګښت جوړ شوی دی.
د دغه روغتیايي مرکز د پرانیستې مراسمو کې د اسیا په کچه د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان مشر فلیپ ګرانډي، د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا او نورو ولایتي چارواکو ګډون کړی و.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان مشر فلیپ ګرانډي وویل، دغه روغتیايي مرکز دوه عمومي دهلېزونه، ۱۸ خونې او ۴ تشنابونه لري چې د ۲۱۲ زره ۷۲۳ امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
هغه د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو او پرانیستل کېدو خوښي وښوده، ویې ویل ملګري ملتونه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دي.
د ده په خبره، ملګرو ملتونو ته افغانستان لومړیتوب لري، پر همدغه بنسټ په دغه هېواد، په ځانګړې توګه کندهار کې د روغتیايي اسانتیاوو ترڅنګ کډوالو ته د سرپناه برابرولو، پوهنې او نورو برخو کې مرستې وکړي.
د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا وویل، د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو به د ښار د ۱۲مې ناحیې د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې کمې شي.
هغه زیاته کړه، دا چې اوس مهال ټولې سیمې امن شوې، نو مرستندویه ادارې کولای شي د دغه ولایت په هره سیمه کې خپل فعالیتونه ترسره کړي.
خو ده ټينګار وکړ چې لرو سیمو ته دې ډېره پاملرنه وشي؛ ځکه د دغو سیمو اوسېدونکي په تېرو شلو کلونو کې له هر ډول خدماتو او اسانتیاوو لرې پاتې شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې روغتیايي مرکز ورته جوړ شوی او دوی به وکولای شي خپل ناروغان پر وخت دغه مرکز ته ورسوي.
د ۱۲مې ناحیې یوه سپین ږيري محمد عثمان پژواک ته وویل، د روغتیايي مرکز په جوړولو ټول خلک خوشحاله دي خو له حکومته غوښنته کوي چې په دغه مرکز کې مسلکي ډاکټران وګوماري او تر څنګ یې ښه تجهیز کړي څو خلکو ته غوره خدمات وړاندې شي.
[/restrict]