Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حکومت د يوناما ماموریت غځېدو هرکلى وکړ

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): حکومتي چارواکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د کاري مودې غځېدو هرکلى کوي او وايي چې دا د افغانستان په ګټه دى.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه لیک منظور کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید شو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت وخت تمدیدېدل د افغانستان په ګټه دي او سرپرست حکومت یې هرکلی کوي.

ده لیکلي: «هیله مو دا ده چې د یوناما له لارې نړیوال له اسلامي امارت سره اړیکې پیاوړې او رسمي کړي، همدا ډول په بشري، طبي او عمراني برخو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ او مرسته وشي.»

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.