منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۶ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حکومت د يوناما ماموریت غځېدو هرکلى وکړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰): حکومتي چارواکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د کاري مودې غځېدو هرکلى کوي او وايي چې دا د افغانستان په ګټه دى.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پرېکړه لیک منظور کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید شو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت وخت تمدیدېدل د افغانستان په ګټه دي او سرپرست حکومت یې هرکلی کوي.

ده لیکلي: «هیله مو دا ده چې د یوناما له لارې نړیوال له اسلامي امارت سره اړیکې پیاوړې او رسمي کړي، همدا ډول په بشري، طبي او عمراني برخو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ او مرسته وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې  نن د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو شارژدافیر هم په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) غځېدو هرکلی کړی دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست