ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خبریالان د معلوماتو نه ورکړې له امله له ستونزو سره مخ دي

د کندهار خبریالان د معلوماتو نه ورکړې له امله له ستونزو سره مخ دي

author avatar
20 Mar 2022 - 13:19
د کندهار خبریالان د معلوماتو نه ورکړې له امله له ستونزو سره مخ دي
author avatar
20 Mar 2022 - 13:19

کندهار (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د کندهار خبریالان وايي، د راپورونو جوړولو پر مهال چارواکي  معلومات نه ورسره شریکوي چې دې ستونزې د هغوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.

هغوی دغه راز د خبریالانو د دفاع پر بنسټونو هم نیوکه وکړه چې د دغه ولایت له خبریالانو سره توپیري چلند کوي.

خبریالانو دا څرګندونې تېر ماښام ( ۲۸ کب) په کندهار ښار کې د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې چې د سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو خبریالانو په کې ګډون کړی وو.

هغوی په دې غونډه کې پر خپلو ستونزو خبرې وکړې او د حل غوښتنه يې وکړه.

کندهار کې د طلوع نیوز خبریال محمد یار مجروح وویل، ډېر وخت حکومتي چارواکي د خبرونو او راپورونو جوړولو پر مهال معلومات نه شریکوي او ان په ورځو ورځو عادي معلوماتو اخیستلو ته انتظار کوي.

هغه زیاته کړه، دې چارې د خبریالانو کار له سختو ستونزو سره مخ کړی او نه شي کولای خپل راپورونه پر وخت چمتو کړي.

دی وايي، د دې تر څنګ خبریالان د ځينو پروګرامونو خبري پوښښ ته هم نه بلل کېږي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې د ځينو انتقادي راپورونو جوړولو پر مهال خبریالانو ته ستونزې جوړېږي او د بېلابېلو ادارو له خوا ځواب ویلو ته غوښتل کېږي.

د ده په خبره، د انتقادي راپورونو له جوړولو او د خلکو  ستونزو غبرګولو موخه د حکومت تخریب نه بلکې د ستونزو او مسایلو حل ته د هغوی پام ور اړول دي.

یو شمېر نورو خبریالانو بیا د دغو ستونزو تر څنګ د ژورنالیستانو د دفاع پر بنسټونو هم نیوکې وکړې چې ګواکې توپیري چلند کوي او د دوی له حقونو دفاع نه ده کړې.

د تبسم سیمه ییزې راډیو مسوول صدیق الله افغان وویل، په دې وروستیو کې په کابل کې د ژورنالیستانو ځینو ټولنو داسې خبریالان ستایلي چې له هېواده وتلي، خو هغوی یې هېر کړي چې لا هم په سختو شرایطو کې په خپل هېواد کې پاتې دي.

دی زیاتوي، دا خبریالان نه چا وستایل او نه یې ورته حقوق ورکړل.

هغه خبریالان د ولس غږ او سترګې وبللې چې باید لاسنیوی یې وشي او ستونزې ورته جوړې نه شي.

غونډې ته یو شمېر نورو خبریالانو هم ویناوې وکړې او د بېلابېلو ستونزو یادونه یې وکړه.

د غونډې په پای کې یو شمېر خبریالان وستایل شول او پګړۍ ور پر سر شوې.

د کب ۲۹مه په ټول هېواد کې د خبریالانو د ملي ورځې په نوم نمانځل کېږي او له تېرو څو ورځو راهیسې په ځینو ولایتونو کې په دې تړاو ورته غونډې جوړې شوې دي.

Views: 40

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.