ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهان: له شنډو ښځو سره تاوتریخوالی مه کوئ

پوهان: له شنډو ښځو سره تاوتریخوالی مه کوئ

author avatar
24 Mar 2022 - 18:33
پوهان: له شنډو ښځو سره تاوتریخوالی مه کوئ
author avatar
24 Mar 2022 - 18:33

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۱ ): ځينې بې اولاده مېرمنې په داسې حال کې له کورني تاوتریخوالي شکایت لري چې دیني عالمان له دې ډول ښځو سره تاوتریخوالی ناروا بولي او ډاکټران وايي چې بې اولادي یوازې د ښځې ستونزه نه ده.

ډاکتران وايي، که څه هم افغانستان کې د بې اولادۍ او شنډتوب کره شمېر نشته، خو د مراجعینو شمېر ته په کتو ښايي دغه شمېر ډېر لوړ وي.

پژواک خبري اژانس له ځينو ښځو سره چې له بې اولادۍ ځورېږي مرکې کړي؛ دوی د کورنیو له تاوتریخوالي ډک چلنده شکایت کړی دی.

بې اولاده ښځې: موږ مجرمانې نه یو، پېغور مه راکوئ

یوه مېرمن چې د واده یې لس کاله کېږي خو د روغتیايي ستونزو له امله تر اوسه اولاد نه لري، پژواک ته وویل: ((نه پوهېږم چې ستونزه په ما کې وه که خاوند کې مې، ډېرو ډاکترانو ته لاړم او دوا مې وکړه، خو خاوند مې هېڅکله حاضر نه شو چې ډاکتر ته لاړ شي؛ تل به یې زه ملامته ګڼلم.))

هغه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي: ((له خاوند سره مې ډېره مینه لرله، موږ په مینه واده وکړ، خو چې څو کلونه تېر شول له ما یې زړه مړېده؛ ان څو ځلې یې وهلم ټکولم، تر دې چې له کوره یې وشړلمه.))

دغه مېرمن چې رواني حالت یې ښه نه دی، د تېرو خاطرو په یادولو ژړل؛ زیاته یې کړه: ((ټول زیورات مې وپلورل، پاکستان ته لاړو، خو مېړه مې حاضر نه شو چې ډاکتر ته لاړ شي او معاینه وکړي، زما درملنه بې نتیجې پاتې شوه.))

نوموړې اوس پلار کره ستنه شوې او مېړه یې بله ښځه کړې ده.

د دې په څېر نورې ښځې هم شته چې له بې اولادۍ ځورېږي او تل له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغې د خپلو خبرو په پای کې وویل: ((موږ بې اولاده ښځې مجرمانې نه یو، له موږ سره انساني چلند وکړئ؛ پېغور مه راکوئ، له موږ سره انساني چلند وکړئ.))

د کابل ښار اوسېدونکې طوبا محمدي وايي، د واده يې نهه کاله کېږي خو له ډېرې درملنې سره لا هم اولاد نه لري.

هغې پژواک ته وویل: ((۳۰ کلنه یم، نهه کاله کېږي چې واده مې کړی، خو تر اوسه ماشوم نه لرم، ډېره ځورېږم، لومړیو کې مې درملنه نه کوله، ویل مې ښايي اولاد مې وشي، خو اوس تر شپږو کلونو ډېر وخت کېږي چې تر درملنې لاندې یمه، خو کومه مثبته پایله نه ده لرلې.))

طوبا په داسې حال کې چې ویل یې، اقتصادي وضعیت یې ښه نه د او  د بې اولادۍ له امله د خاوند کورنۍ لخوا ورسره تاوتریخوالی کېږي؛ زیاته کړه: ((خواښې مې راسره ښه چلند نه کوي، پر خاوند مې فشار راوړي چې دویم واده درته کوم، دا زما لپاره درناکه ده.))

نوموړې هم وايي، ډېره درملنه یې وکړه خو مثبت نتیجه نه لري، ډاکترانو ورته ویلي چې شنډه یې.

دا دردېدلې مېرمن راضي ده چې خاوند یې واده وکړي او اولاد پیدا کړي؛ خو مېړه یې دغه کار ته راضي نه دی، ځکه فکر کوي چې له دویم واده وروسته به یې مور لومړۍ مېرمن له کوره وباسي.

طوبا په داسې حال کې چې شنډتوب د الله ج له لوري بولي، زیاتوي: ((د قوم او خپلوانو ترمنځ ډېره شرمنده یم، هر ځای چې لاړه شم وايي ولې دې ماشوم نه پیدا کېږي، خواښې راته شنډه وايي.))

هغې ددې په روښانولو چې له بې اولاده مېرمنو سره باید انساني چلند وشي، پېغور ور نه کړل شي، زیاته کړه: ((له ټولو کورنیو مې غوښتنه داده چې که د ښځې اولاد نه کېږي مجرمه نه ده؛ باید پېغور ور نه کړل شي، خپله ځورېږي، د مهربانۍ له مخې ډېرې پوښتنې مه کوئ چې ولې دې اولاد نه پیداکېږي.))

د طب پوهان: نارینه او ښځینه دواړه کېدای شي شنډ وي؛ یوازې ښځې باید ملامتې نه شي

د نسايي او ولادي ناروغيو متخصصې ډاکټرې نجم السما شفاجو د بې اولادۍ په اړه پژواک ته وويل، عقامت یا بې اولادي هغه حالت ته وایي چې خاوند او مېرمن د امیندوارۍ له ځنډولو یا وقفې پرته، د اولاد خاوند نه شي.

هغې زیاته کړه: «دا چې ستونزه په مېرمن او خاوند پورې اړه لري … دوی باید دواړه معاینات وکړي او ډاکتر ته مراجعه وکړي.»

شفاجو وایي، په افغانستان کې د عقامت او بې اولادۍ په اړه کره شمېرې نشته.

نوموړې زیاته کړه: «په افغانستان کې تر اوسه دقیقې شمېرې نه لرو؛ ښایي عامې روغتیا وزارت یې ولري؛ خو موږ د افغانستان د نسايي ولادي ډاکترانو ټولنه د عقامت په نوم یوه کمېټه لرو؛ دې کمېټې ځينې شمېرې راټولې کړي. په شخصي کلینیکونو او دولتي روغتونونو کې دومره نه تعقیبېږي، له دې امله چې ګڼه ګوڼه ډېره ده.»

د هغې په ​​وينا، شنډتوب چې بېلابېل لاملونه لري؛ هم په ښځو او هم نارینه وو کې شته؛ نو له همدې امله باید یوازې ښځې ملامتې نه شي او تاوتریخوالی ورسره ونه شي.

په ورته مهال، نسایي او ولادي ډاکترې زرغونې عبیدي، پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې د ترسره شوو څېړنو له مخې، کېدای شي هم ښځه او هم نارینه دواړه شنډ وي.

هغې لیکلي چې د ۱۹۹۸مېلادي کال د شمېرو له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د عقامت ۳۰ سلنه قضیې د ښځینه د تناسلي الې روغتیایي ستونزې او ۲۵ سلنه یې د نارینه د تناسلي الې روغتیایي ستونزې بللې دي. د ۴۰ سلنه قضیو لاملونه باید په مېرمن او خاوند دواړو کې وکتل شي او په ۵ سلنه قضیو کې د بې اولادۍ لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.

هغې لیکلي: «که څه هم په نارینه او ښځینه دواړو کې شنډوالی شتون  لرلای شي، خو په ځینو ټولنو کې لا تر اوسه نا سم پاهاوی چې ښځې د بې اولادۍ د اصلي او لومړي مسوول په توګه ګڼل کېږي، په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی- دا ډول ښځو ته «شنډې ښځې» ویل کېږي او دغه سپک پېغور ورکول یو ډول ملامتي ده.»

دیني عالم:

ديني عالم مفتي شمس الرحمن فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، د اسلام مبارک دین له ښځو سره تاوتريخوالى مردود ګڼي.

هغه په دې اړه چې له شنډو مېرمنو سره ناسم چلند کېږي؛ وویل: «الله متعال په قران کریم کې فرمایي چې الله تعالی ځینو ته نر اولاد ورکوي، ځینو ته نجلۍ او ځینې هم عقیم او شنډ کوي؛ عقامت د الله متعال کار دی، د ښځې په لاس کې نه دی؛ هغه څوک چې له مېرنې سره د عقیم توب له امله تاوتریخوالی کوي؛ دوی په حقیقت کې له خدای سره جګړه کوي. هېڅ ښځه نه غواړي چې شنډه وي، خو که چېرته وي، د الله ج له طرفه ده.»

نوموړي زیاته کړه: «ځينې مېړونه هم شته چې خپله ستونزه پر مېرمنو اچوي؛ خو اوس وخت ډېره ساده او اسانه لار شته، طب  پرمختللی، کولای شي ډاکتر ته په مراجعه کولو سره دغه ستونزه معلومه کړي، څو مشخص شي چې ستونزه په چا کې ده.»

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.