کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۱): ملي دفاع وزارت وايي، د تېر حکومت یو پیلوټ له خپلې کورنۍ سره یو ځای د هېواد د خدمت لپاره بېرته افغانستان ته راستون شو.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د زمري په ۲۴مه د مخکني نظام تر سقوط وروسته د هوايي ځواک د پیلوټانو په ګډون لسګونه امنیتي او دفاعي ځواکونه بهرنیو هېوادونو ته وتښتېدل.
ملي دفاع وزارت نن (وري ۶ مه) یوه ټویټ کې لیکلي چې د تېر حکومت یو پیلوټ چې له کورنۍ سره په جرمني کې پناه اخیستې وه؛ بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
خو ملي دفاع وزارت د یاد پیلوټ د نوم او نورو ځانګړنو په تړاو معلومات نه دي ورکړي.
سرچینه لیکي: “دفاع وزارت له ټولو مسلکي کادرونو او هېوادوالو غواړي چې هېواد ته راستانه شي او د دولت په بشپړ ملاتړ سره خپل ژوند او کاروبار ته په امن فضا کې دوام ورکړي.”
د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په ۱۷مه هم د هوايي ځواک پنځه پیلوټان هېواد ته راستانه شوي وو.
Views: 390
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن